د لاس رسي وړ اتصالات

عامې روغتیا وزارت: د زیږون پر وخت د میندو مړینه کمه شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په ۲۰۰۳ کال کې په هرو سلو زرو ژوندیو ولادتونو کې ۱۶۰۰ میندې مړې کیدې، خو دا مهال په هرو سلو زرو ولادتونو کې شاوخوا ۲۰۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د وزارت ویاند وحید الله مایار امریکا غږ ته وویل چې د روغتیایي مرکزونو او کارکونکو په شمیره کې زیاتوالی، د زیږونونو تر منځ واټن راوستل، د امیدوارۍ پر وخت مناسبه تغذیه او په واړه سن کې ودونه نه کول هغه عوامل دي، چې په تیرو شپاړسو کلونو کې یې د زیږون پر مهال د ښځو په مړینه کمه کړې.

ښاغلي مایار وویل، چې اوس وخت کې ۶۵ په سلو کې زیږونونه د قابلو یا صحي کارکونکو په موجودیت کې کیږي.

هغه همدارنګه وویل، که څه هم د زیږون پر مهال د میندو د مړینې شمیرې د اندیښنې وړ دي او په دغه برخه کې باید ډیر کار وشي، خو زیاتوي، چې څه باندې ۴ زره قابلې په ټول افغانستان کې کار کوي او دغه ستونزه څه ناڅه مهار شوې ده.

بل لور ته د نسایي ولادې ډاکټرانو ټولنې د چهارشنبې پر ورځ"د ولادت پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کموالي لپاره ژمنې" په نوم یوه ناسته کې وویل، چې که څه هم په افغانستان کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې په شمیرو کې د پخوا په پرتله کموالی راغلی دی، خو لا هم دغه هیواد د ښځو د حاملګۍ او وزیږون لپاره یو خطرناکه هیواد دی.

دغه ټولنه وایي،چې په افغانستان کې څلویښت فیصده ښځې د امیدوارې یا حمل پر مهال صحي خدمتونو ته لاسرسی نلري، نامناسبه تغذیه، په زیږونونو کې د واټن نه مراعاتول او د روغتیایي مزکزونو لیرې والی هم یوه بله ستونزه ده، چې ښځو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
د دغې ټولنې مشره ډاکټره شفیقه بریښنا بابک وایي، چې د زیږون پر مهال د میندو د مړینه یو ستر کړکیچ دی، چې د عامې روغتیا وزارت سربیره باید نورسکتوري وزارتونه هم پکې برخه واخلي.

دغه ټولنه د عامې روغتیا وزارت له شمیرو سره په ډیر تفاوت کې وایي، چې د زیږون پر وخت د میندو د مړینې کچه ډیره ده او په هرو سلو زرو زیږونونو کې ۶۶۱ میندې خپل ژوند بایلي.

بل خوا د افغانستان لومړۍ میرمنې بې بي ګلې رولا غني هم په همدې ناسته کې وویل، چې د زیږون تر منځ د واټن نه مراعاتول، په واړه سن کې ودونه، ناسمه تغذیه او د ښځینه ډاکټرانو کموالی ددې لامل شوي، چې امیدواري او ولادت د ښځو لپاره خطرناکه شي.

" څیړنو ښودلې، چې کورنیو ته په دې اړه سمه مشوره ورکول، چې امیدوارو میندو څخه سمه پالنه وکړي د امیدوارۍ ا و ولادت پر مهال یې روغتیایي مرکز ته بوځي د میندو او ماشومانو د مړینې په کموالي کې ښه اغیز لري".

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې دا مهال څه باندې۳۰۰۰ روغتیایي مرکزونه موجود دي، خو لا هم په عمومي ډول صحي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی نه دی زیات شوی.

د عامې روغتیا وزارت وایي،چې د ناروغ او روغتیایي مرکز تر منځ د نیم ساعت فاصلې په موجودیت کې د خلکو لاسرسی ۷۵ فیصده او د دوو ساعتونو په فاصله کې بیا دغه لاسرسی ۹۰ فیصدو ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت دغه راز وایي، چې د فامیلي پلانینګ یا د کورنۍ د تنظیم موضوع لا هم په افغان کورنیو کې نه ده حل شوې او د نفوسو چټګې ودې دوې اندیښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG