د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد


په افغانستان پسې سوریه او مکسیکو د خبریالانو لپاره خطرناک هېوادونه یاد شوي دي
په افغانستان پسې سوریه او مکسیکو د خبریالانو لپاره خطرناک هېوادونه یاد شوي دي

د بې پولو خبریالانو ټولنې افغانستان، سوریه او مکسیکو په ترتیب سره د خبریالانو لپاره خطرناک هېوادونه بللي دي.

د بې پولو خبریالانو ټولنه وايي په ټولې نړۍ کې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ له لسمې د ډسمبر تر میاشتې پورې ۷۴ خبریالان او د مطبوعاتو کارکوونکي وژل شوي دي.

دا ټولنه وايي دغه کسان د دندو پر مهال وژل شوي چې څلور په درېیمه برخه یې قصدآ وژل شوي او بریدونه پرې شوي دي.

د ټولنې د راپور له مخې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد و چې د مطبوعاتو په هرو لسو کارکوونکو باندې یې قصدآ بریدونه شوي دي. په کابل کې د طلوع تلویزون پر کارکوونکو ځانمرګی برید یې ښه بېلګه یاده شوې ده چې طالبانو یې مسولیت منلی دی.

پر افغانستان سربېره په ۲۰۱۶ کال کې د خبریالانو لپاره بل خطرناک او مرګونی هېواد سوریه و. همدغه راز مکسیکو، سره له دې چې په کې جنګ نشته، بیا هم د خبریالانو لپاره خطرناک بلل شوی دی. په دغه هېواد کې په روان کال کې نهه خبریالان وژل شوي دي. د دغو خبریالانو د وژلو اصلي علت د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو په اړه راپور ورکول ښودل شوي.

په ۲۰۱۵ کال کې ۱۰۱ خبریالان او د مطبوعاتو کارکوونکي وژل شوي وو. خو د بې پولو خبریالانو ټولنه وايي دا چې سږکال د خبریالانو تلفات کم وو، علت یې دا و چې ډېر خبریالان له افغانستان، عراق، سوریې او نور خطرناکو هېوادونو څخه تښتېدلي دي.

همدغه راز پر خبریالانو د محدویتونو او بندیزونو لګول د خبریالانو د تلفاتو د کموالي بل علت ښودل شوی دی. له دې ټولو سره سره د بې پولو خبریالانو ټولنې د ژورنالستانو وژل، ژوبل کول او پر هغوي بریدونه او بندیزونه لګول په کلکه غندلي او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې د خبریالانو حقونو او مطبوعاتو ازادۍ ته درناوی وکړي.

د دغې ټولنې مشر کریستوف دلور له ملګرو ملتونو غوښتي چې د خبریالانو د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي او د هغوی د حقونو د ساتلو لپاره دې ځانګړی استازی وګماري.

XS
SM
MD
LG