پداسې حال کې چې نړۍ د می پنځمه د "قابله ګانو نړیوالې ورځې" په توګه لمانځي، د مور او ماشوم روغتیایی خدماتو ته د افغانستان اړتیا ورځ په ورځ زیاتیږي، مسلکي قابله ګانو ته لاسرسی محدود پاتې دی.
په افغانستان کې د مسلکي قابلو کمښت، چې په هغه هیواد کې د روغتیا د سیستم لپاره یوه جدي ننګونه ده، نه یوازې د امیندوارو میندو لپاره بلکې د نويو زیږیدلو ماشومانو لپاره لویه روغتیايي ستونزه ده، له همدې امله يې په شتون ټینگار کیږي.
په کابل کې نسايي ولادي متخصصې نجم السما شفاجو امریکا غږ ته وویل:
«نړۍ د قابله ګانو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځي چې افغانستان اوس مهال د ښځینه ډاکټرانو او قابله ګانو له کمښت سره مخ دی. له بده مرغه، دا کمښت د مور او ماشوم د مړینې لامل کیږي هیله ده چې دا ستونزه حل شي.»
د قابله ګانو د نړیوال کنفدراسیون اجرائیوي رئیسې انا اوګلاس د دې ورځې په مناسبت د روغتیایی خدماتو په رسولو کې د قابله ګانو په حیاتي رول ټینګارکړی.
"که چیرې قابلې په سمه توګه و روزل شي، تنظیم شي او ملاتړ یې وشي، قابله ګانې کولی شي د مور، نوي زیږیدلي ماشوم، او تنکي ځوانانو روغتیایی خدماتو ۹۰ سلنه چمتو کړي. د یوې داسې نړۍ تصور وکړئ چیرې چې هر زیږون د روزل شوې، ماهرې او باوري قابلې لخوا ترسره کیږي."
دغه نړیوال کنفدراسیون خبرداری ورکړی چې نړۍ د شاوخوا یو میلیون قابله ګانو له کمښت سره مخ ده. دا ډول نړیوال بحران د افغانستان په څیر هیوادونو ته سخت زیان رسوي، چیرې چې روغتیایی سیسټمونه ډیر نازک او اړتیاوې ډیرې دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال په افغانستان کې د اټکل له مخې له ۸۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ پورې قابلې شتون لري، پداسې حال کې چې اصلي اړتیا لږتر لږه له ۱۵۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ پورې مسلکي قابلې دي.
تیر کال د طالبانو مشر په یو فرمان کې نجونې په روغتیايي انسټېټیوټونو کې له زده کړو منع کړې.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) یو نوی راپور خبرداری ورکوي چې افغانستان ممکن په راتلونکو څلورو کلونو کې تر ۵۴۰۰ پورې ښځینه روغتیایی کارکونکې له لاسه ورکړي.
دا شمیره نه یوازې روغتیا يي مسلکي کسانو ته د ښځو لاسرسی اغیزمنولاې شي، بلکې په افغانستان کې د موجوده مسلکي قابلو د کمښت لامل هم کیدی شي.
فورم \ دبحث خونه