د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د مخابراتو پخوانی وزیر جرمني کې کورونو ته خواړه انتقالوي


سادات د اشرف غني په حکومت کې افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ پخوانی وزیر و
سادات د اشرف غني په حکومت کې افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ پخوانی وزیر و

د افغانستان د اسلامي جمهویت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی سرپرست وزیر احمد شاه سادات اوس په جرمني کې په بایسکل د خلکو کورونو ته پیزا او نور خواړه انتقالوي‌ او له دې لار پايي.

تېره اونۍ په ځینو رسنیو او ټولنیز رسنیو کې د ښاغلي سادات د ژوند او کار خبرونه او تصویرونه خپاره شول.

ښاغلی سادات د ۲۰۲۰ د ډسمبر په میاشت کې جرمني ته کډوال شو او اوس د «لایپزیګ»‌ په ښار کې ژوند کوي.

نوموړی د بریتانیا تابعیت هم لري خو وايي چې په خپل مسلک کې د کار موندلو په نیت جرمني ته ولاړ مګر د وزارت د تجربو سره سره بیا هم په خپل مسلک کې یې کوم کار نه دی پيدا کړی.

هغه وايي‌ چې د کورنۍ ځینې غړي او ملګري یې د هغه په اوسني کار، چې خوراکي موادو انتقال دی، نیوکه کوي، مګر دی یې پروا نکوي.

ښاغلي سادات وویل:‌ «ما داسې کوم کار نه دی کړی چې ځان ګناه کار وګڼم.»نوموړی وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني له ډلې سره یې د نظر د اختلاف له کبله په مخکني حکومت کې دنده پرېښوده.

ښاغلي‌ سادات وویل: «په دې هیله چې د افغانستان نور سیاستوال هم همدا لاره تعقیب کړي او له خلکو سره کار وکړي نه دا چې ځانونه پټ‌ کړي.»

د ښاغلي سادات د کار او ژوند په اړه داسې مهال دا معلومات خپریږي‌ چې طالبانو شاوخوا دوې اونۍ مخکې کابل ونیوه او تر دې دمه څه باندې ۱۱۰زره افغانان له افغانستان څخه وتلي ‌دي.

له افغانستان څخه چې کوم خلک وځي وایي چې د طالبانو په واکمنۍ کې به یې ژوند په خطر کې وي، په دوی کې یې ډېر د بهرنیو ځواکونو همکاران،‌ د نړیوالو ادارو او حکومت کارکوونکی دي.

XS
SM
MD
LG