د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: څه باندې ۱۰ میلیون افغان ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې څه باندې ۱۰ میلیون افغان ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف نن جمعه اګست ۲۷ (وږي پنځمه) په یو پیغام کې ویلي چې دغه افغان ماشومان له بشري ناورین سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق همدارنګه زیاته کړې چې څه باندې ۳۰۰زره افغان ماشومان د وروستیو جګړو او وچکالۍ له امله له خپلو کورنو بېځایه شوي دي.

یونیسف ټینګار کړی چې دغه ماشومان بېړنیو، خوراکي او روغتیايي موادو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري.

په همدې مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي د اګست میاشتې له ۱۶ نه بیا د یادې میاشتې تر ۲۲ یې په شمال ختیځو ولایتونو کې له ۴۴۴۴۵ بېځایه شوو کسانو سره بشري مرستې کړي دي.

اوچا تیره ورځ ویلي دغه بشري مرستې چې خوراکي او غیر خوراکي مواد پکې شامل دي په تخار، کندز او بدخشان ولایتونو کې له بېځایه شوو کورنیو سره شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په وینا چې په یاده موده کې د ۲۱۷۴۲ وچکالۍ ځپلو کسانو سره هم مرستې کړي دي.

اوچا د لویو بازارونو، سوداګریزو مارکېټونو او بانکونو نه خلاصېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې او زیاته کړې ده چې له امله یې د خوراکي او روغتیايي موادو بیې لوړې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر د خوراکي او روغتیايي موادو د بیو لوړېدل د بې وزلو کورنیو لپاره یو بل فشار بللی دی.

د طالبانو لخوا د کابل تر نیول کېدو وروسته په مرکز او ولایتونو کې لوی بانکونه او د اسعارو د تبادلې مرکزونه بندل شوي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد روانه اونۍ وویل چې بانکونه به بیرته ژر خلاص شي.

XS
SM
MD
LG