د لاس رسي وړ اتصالات

ازبکستان ته د افغانستان د لسګونو نظامي الوتکو انتقال


د امریکا یوه څیړنیز مرکز د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۶ ( وږې څلورمه) راپور ورکړی چې تیره اوونۍ د افغانستان د هوايي ځواک څه باندې ۴۵ الوتکې له هغه هیواد څخه ایستل شوي چې د طالبانو لاس ته ونه لویږي.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز CSIS د سپوږمکیو د تصاویرو په استناد راپور ورکړی چې د افغانستان د هوایي پوځ لسګونه الوتکې د ازبکستان د ترمز د نړیوال هوایي ډګر په (Tarmac) تمځای کې لیدل شوي دي. د سپوږمکۍ دا تصاویر د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپاړسمه نیټه اخیستل شوي دي.

د CSIS د راپور په حواله هغه الوتکې چې په دې تصاویرو کې لیدل کیږي، اې ۲۰۹ سوپر ټوکانو، ام ای ۲۵ او یو ام ۶۰ چورلکي دي.

اسوشیټد پرس خبري آژانس خبر ورکړی چې دا الوتکې ممکن د ازبکستان له سرحد څخه تر تیریدو وروسته د ترمز په هوایي ډګر کې کیناستو ته مجبورې شوي وي.

د یو شمیر راپورونو له مخې، دې الوتکو هغه سرتیري انتقال کړي چې د پناه اخیستو په لټه کې وو.

د CSIS څیړنیز مرکز راپور ورکړی هغه تصاویر چې د اګست په ۲۱ د ترمز له هوایي ډګر څخه د سپوږمکیو له خوا اخیستل شوي، دا الوتکي په یاد هوایي ډګر کې نه لیدل کیږي او ښايي د افغانستان هوایي ځواک په موقتي ډول هلته انتقال کړي وي او بیا بل ځای ته وړل شوي وي.

بلخوا د افغانستان د پخواني حکومت دوو چارواکو امریکا غږ ته تائید کړې چې د اګست په ۱۵ نیټه د طالبانو لاس ته د کابل تر لویدو مخکې، د هوايی پوځ حد اقل اته چورلکې پنجشیر ولایت ته انتقال شوي.​

XS
SM
MD
LG