د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال رازق ادعا کوي چې پاکستان کې د طالب مشرانو پتې لري


جنرال رازق خبریالانو ته یو شمېر تصویرونه هم وښودل چې ادعا کیږي د ملا عمر د کور او د کورنۍ د نژدیو غړي تصویرونه دي

د کندهار د امنیې قومندان عبدالرازق ادعا کوي چې قوي اسناد او شواهد لري چې د وسله والو طالبانو مشران له خپلو کورنیو او ماشومانو سره په پاکستان کې ارام ژوند کوي.

قومندان رازق په کندهار کې خبریالانو ته وویل چې هغه د طالب مشرانو د کورونو پتې لري. هغه وویل د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زامن او کورنۍ هم په پاکستان کې دي.

نوموړي جنرال رازق خبریالانو ته یو شمېر تصویرونه هم وښودل چې ادعا کیږي د ملا عمر د کور او د کورنۍ د نژدیو غړي تصویرونه دي.

ښاغلي رازق وویل "په کوټه، کچلاک، پېښور، ژوب، لاهور، کراچۍ کې اوسیږي هغوی د وسلو امرونه هم لري، په ښه ښه کورونو کې ژوند کوي د هغوی لپاره د ژوند هره زمینه برابره ده او د پاکستان په امر کې دی".

هغه دا خبرې په کابل کې د محاذ ګوند د مشر سید حامد ګیلاني هغو څرګندونو ته په غبرګون کې وکړې چې ویلي وو د "طالبانو مشران په افغانستان کې" دي.

د کندهار د امنیې قومندان دا هم وويل چې یو شمېر مخکني طالب مشرانو لېوالتیا ښودلې چې له پاکستان څخه ووځي، افغانستان ته راشي او خپل عادي ژوند وکړي.

هغه په دې اړه ډېر معلومات ورنکړل خو وویل چې د ځینو طالب مشرانو د راستنېدو او د ژوندانه د امکاناتو د برابرېدو لپاره د "کندهار ولسي مشرانو تر ۲۰میلیونه افغانیو پوري مرسته هم را ټوله" کړې.

هغه وویل "شاید ډير کسان راشي ځیني راغلي او ځيني را روان دي چې د طالبانو پرمهال معینان وو، والیان وو، ولسوالان وو. پدې حوزه کې په خاص ډول په کندهار کې دوی ته زمینه د مېشتیدا مساعده شوې او د ژوند امکانات ورته برابر شوي".

دا لومړی ځل نه دی چې کوم افغان امنیتي چارواکی داسې ادعا کوي، تر دې مخکې هم ډېرو نورو افغان چارواکو داسې ادعاوې کړي دي، خو پاکستان یې نه مني.

XS
SM
MD
LG