د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال کړکیچ: افغانستان کې جګړه به نوره هم زور واخلي


د نړیوال کړکیچ سازمان (ICG) وایي ښایي په ٢٠١٨ کې د افغانستان جگړه نور هم زور واخلي.

دغه سازمان وایي چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو نوې جنګي تګلاره به ددې سبب شي چې د طالبانو پر ضد د امریکایي ځواکونو عملیات په ځانگړې توگه هوایي بریدونه نور هم زیات شي.

دغه سازمان همداشان وایي چې په ٢٠١٨ کې به افغان ځواکونه د طالبانو او نورو ډلو پر ضد زیات تهاجمي عملیات وکړي.

د نړیوال کړکیچ د سازمان د رپوټ له مخې د تهاجمي عملیاتو زیاتیدل د طالبانو د ډلې د تحرک مخه نیول دي چې په پای کې هغوی په هیواد کې سیاسي حل لارې ته غاړه کیږدي.

دغه ډله وایي په اوس کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ستراتیژي یواځې په پوځي عملیاتو څرخي او ددې ډلې په وینا ددغې ستراتیژۍ پر وړاندې جدي ستونزې شته. په داسې حال کې چې د زغرده د طالبانو کوبل ښایي تکتیکي لاس ته راوړنې ولري، خو دا ممکنه نه بریښي چې د جگړې بهیر او انگیزه چې جړلې یې په محلي یاغیگرۍ کې نغښتې دي، بدل کړي.

دغه رپوټ دا هم وایي چې طالبان په اوسني حال کې د ٢٠٠١ کال راوروسته له بل هر وخت څخه زیاتې سیمې تر کنترول لاندې لري، په وسلو ښه سمبال دي او که په عرفي جگړې پرې فشار وارد شي ددې ډلې په وینا ښایي ددې وړتیا ولري چې په ښاري سیمو باندې نمایشي بریدونه وکړي چې پر حکومت باندې باور کمزوری شي. دوی وایي ددې تر څنگ د ٢٠٠٩ او ٢٠١٢ کلونو ترمنځ طالبانو په افغانستان کې د ١٠٠٠٠٠ زره امریکایي سرتیرو پر وړاندې مقاومت وکړ.

د کړکیچ د نړیوالې ډلې رپوټ وایي د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې سیمه ییز بدلون ته پام ندی شوی. په دې توگه د امریکا اوږدمهاله سیمه ییزه دیپلوماسي پر پاکستان باندې په فشار راوړلو ولاړه ده، هغه محاسبه چې د ترهگرو نه د اسلام آباد ملاتړ یې هڅولی، نه ښایي چې بدله شي.

له بلې خوا طالبان اوس د ایران او روسیې ملاتړ هم لري چې دغه هیوادونه ورته په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې چې کوچنۍ خو مخ په ودې ده، د مانع په سترگه گوري.

د نړیوال کړکیچ ډله وایي د واشنگټن پوځي دریځ او د دیپلوماسۍ نه لاس اخیستل دغو هیوادونو ته سیگنال ورکوي چې امریکا نه غواړي افغانستان باثباته شي، بلکه غواړي چې هلته خپل پوځي حضور وساتي.

ددې ډلې په وینا دا هیوادونو گڼي چې د امریکایي ځواکونو دا ډول شتون ښایي د هغوی گټې له خطر سره مخامخ کړي او کیدای شي په دې وجه د یاغیانو نه ملاتړ ته زور ورکړي. د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژۍ تر اوسه چین هم ندی احتوا کړی، هغه هیواد چې د جنوبي اسیا په ځنو برخو کې خپل نفوذ پراخوي او د هر ډول توافق پر وړاندې خطر ایجادوي.

د نړیوال کړکیچ د ډلې په وینا دا هم رښتیا ده چې د امریکا له لورې د افغانستان نه د دومداره ملاتړ څرگندول ښایي د افغان پوځ مورال اوچت کړي، خو برعکس په بیړه وتل ښایي په دې هیواد کې گډوډي رامنځ ته کړي.

دغه ډله په دې باور ده چې د اافغانستان متحدین باید د افغانستان لپاره د امریکا په ستراتیژۍ کې یوه پراخ بنسټه دیپلوماتیکه سیاسي حل لاره ورزیاته کړي. خو اوس دا ستراتیژي د تاوتریخوالي د محدودولو پر ځای د هغه د لا زیاتیدو سبب کیږي چې ددې ټولو زور ملکي وگړي ادا کوي.

XS
SM
MD
LG