د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن وایي پلان لري چې د افغانستان حکومت ته د دې ډاډ ورکړي چې په ناڅاپي ډول د ناټو او امریکایي قواوو د عممومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل په ګوښه کیدو سره به د امریکا په مشرۍ د ایتلافي قواوو د جګړې روان مسیر بدل نشي.
مایک مولن پدې خاطر افغانستان ته سفر کړیدی چې د نظامي او ملکي چارو د مشرانو سره ملاقات وکړي.
سترجنرال مایک مولن د خپل سفر د پیل نه مخکې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان په تګلارې کې هیڅ بدولون ندی راغلی.
په کابل کې د جمهور رییس حامد کرزي ویاند وحید عمر بیا ویلي دي چې د جنرال مکرسټل ګوښه کیدل خواشینونکی دی خو هغه بیا د جمهور رییس اوباما د هغې پریکړې نه خوښ دی چې د جنرال مکرسټل پر ځای یې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس ټاکلی دی.
" د جمهور رییس اوباما د دې پریکړې نه د افغانستان لپاره د هغه تعهد څرګندیږي، ځکه چې جنرال ډیوډ پیټریس د سیمې او افغانستان په اړه ښه باخبره دی او بله دا چې هغه د افغانستان وضع د څه مودې راپدیخوا څارلې ده او هم یې د افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې په جوړلو کې ستر رول درلود. "
دلته په امریکا کی د مشرانو د جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ ددواړو ګوندونو غړو د افغانستان د ماموریت په باب د زیاتو استماعیه غونډو د جوړیدو غوښتنه کړې ده. اوو تنو سناتورانو پرون د جمعې په ورځ وویل چی دوی ددغه ماموریت د اهدافو په هکله واضح او روښانه ځوابونه غواړي، او باید چي دغو اهدافو ته د رسیدو د پاره مفصل پلان ورکړل شي.
ټاکل شوې د امریکا د لویو درستیزانو رئیس مایک مولین پاکستان ته هم ولاړشي او د هغه ملک د مشرانو سره وګوري.
له بلي خوا نن په کابل کي د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې د افغان د پوځ په یوه موټر کي د بم چاودنه وشوه. پولیسو وویل دوی فکر کوی چی دا به د یوه ځان مرګه بم چونکي کار و. د رویتر خبري آژانس رپوټ ورکوی چی په دې پېښه کي د پوځ ډرایور وژل شویدی.
د افغانستان په جنوب کی هم نن د بم په چاودنه کی د ناتو یو عسکر وژل شویدی.
ناتو وایي چی افغان او نړیوالو قواو د لوګر په ولایت کی د طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان غلام سخي یې د پل علم د قلعه صابر په کلي کې وژلی دی.
ناتو وویل چی دوی د ښځو او ماشومانو نه وغوښتل د هغي ودانۍ نه ووځي چی غلام سخي په کی پټ و، مګر سخي د ښځي په چادرۍ کی راووت او وروسته یې په ډزو شروع وکړه. د متقابلو ډزو په وخت غلام سخي لاسي بم وغورځاوه او یوه ښځه او دوه ماشومان یې ټپیان کړل.