د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د افغانستان تګلاره په خپل حال پاته ده


دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما واېې چې دافغانستان لپاره به دامرېکا ستراتېژی په خپل حال پاتی وی که څه هم هغه فېصله کړېده چې هغه غټ جنرال چې اوس دافغانستان د جگړی قوماندان دی دهغه په ځای بل جنرال وټاکی.

جمهوررئېس اوباما په ېوه خبری کنفرانس کې دروسېې له جمهوررئېس دېمېتری مېډوېډوف سره د پنجشنبی په ورځ خبری کولی. هغه تردی ېوه ورځ مخکی د جنرال ستانلی مکرېستل استعفې منلی وه او دهغه پرځاې ېې دمرکزی قوماندی قوماندان ډېوېډ پېټرېېس وټاکه.

جمهوررئېس اوباما ووېل چې دی په افغانستان کې دمقصد اوهدف په ېووالی ټېنگار کوی . هغه ووېل دی په دې ډاډه دی چې جنرال ډېوېډ پېټرېېس په افغانستان کې دامرېکا په ستراتېژی باندی پوهېږی ځکه چې هغه ددې ستراتېژی په جوړولوکې مرسته کړېده.

تردی مخکی د پنجشنبی په ورځ باندی دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس ووېل دی په بشپړ ډول دجمهوررئېس ددی فېصلې ملاتړ کوی چې د جنرال ستانلی مکرېستل په عوض ېې جنرال ډېوېډ پېټرېېس ټاکلی دی.

ددفاع وزېر رابرت گېټس ووېل دهغه پاملرنه دېته ده چې دا خبره ېقېنی کړی چې دامرېکا په مشری هڅی په افغانستان کې کامېابی شی. او دی په دې ډاډه دی چې دناټوقواوی به ددی توان ولری چې دا هدف د جنرال ډېوېډ پېټرېېس تر قوماندی لاندی سرته ورسوی.

XS
SM
MD
LG