د لاس رسي وړ اتصالات

د تیر کال په پرتله سږکال په ننګرهار کې د جلغوزو حاصلات زیات شوي – چارواکي


د تیر کال په پرتله سږکال په ننګرهار کې د جلغوزو حاصلات زیات شوي – چارواکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

په ننګرهار کې د کرهڼې د ریاست چارواکي اټکل کوي، چې سږ کال ښايي د تیر کال په پرتله پدغه ولایت کې د جلغوزو حاصل زیات وي او لامل یې په ځنګل لرونکو ولسوالیو کې د ناامنۍ له منځه تلل دي.

په ننګرهار کې د کرهڼې د ریاست چارواکي اټکل کوي، چې سږ کال ښايي د تیر کال په پرتله پدغه ولایت کې د جلغوزو حاصل زیات وي او لامل یې په ځنګل لرونکو ولسوالیو کې د ناامنۍ له منځه تلل دي.

د ننګرهار د کرهڼې د ریاست د ځنګلونو مسؤل سید اغا تنها امریکا غږ ته وویل، چې د امنیت تینګښت په دې ولایت کې د جلغوزیو په راټولو او د حاصلاتو په زیاتېدو کې مستقیم اغیز کړی دی.

د ځنګلاتو امر قاري سیداغا تنها وايي: "... پروسه تکمیل شوې نه ده او دقیق ارقام مونږ سره نشته. مونږ له سوداګرو سره په اړیکه کې یو، فعلاً لپاره دومره ویلی شو، چې د تېر کال په پرتله سږ کال لخېره حاصلات زیات دي. یوه وجهه خو يې امنیت دی."

هغه وايي، پخوا په هغو ولسوالیو کې په ځانګړي ډول چې د جلغوزو ځنګلونه موجود دي، نا امنه وې، ولسوالیو ته تګ راتګ نه کېده، خو اوس هغه ستونزې اوارې شوي دي، چې ورسره د جلغوزو حاصلات د ښه کېدو په حال کې دی.

قاري سیداغا وايي، د جلغوزیو د حاصلاتو زیاتوالي بل لامل تر یوه بریده پورې مسلکي را ټولونه ده، چې پخوا په دې برخه کې ډېرې ستونزې وې.

د ننګرهار د کرهڼې ریاست د ځنګلاتو مسؤلین وايي، د جلغوزیو په کار روزګار کې له ۳۰۰ نه تر ۱۰۰۰ تنو ته د کار زمېنه برابرېدلی شي، خو اوس يې کار بیخي د ابتدايې وسایلو دی.

د ننګرهار هډې فارم سیمه کې له جلغوزیو را ټول شوي حاصلات دلته، هغه ښځې پاکوي، چې د کورنۍ سرپرستان نه لري او یا هم د یوې مړۍ ډوډۍ پېدا کولو لپاره بله وسیله نه لري.

د کرهڼې ریاست د معلوماتو له مخې د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو شاو خوا ۶۵ زره هکټاره ځمکه په ځنګلونو پوښل شوي، چې په شپږو ولسوالیو کې يې د جلغوزو ځنګلونه شته دي.

د ننګرهار حصارک، شیرزاد، خوږیاڼي، پچېراګام ، کوټ، هسکه مېنه، سپین غر او اچین هغه ولسوالۍ دي، چې د جلغوزیو ځنګلونه په کې شته او هر کال ترې حاصلات را ټولېږي.

XS
SM
MD
LG