د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار، لسګونه زره روږدي او د درملنې محدود امکانات


پداسې حال کې چې په ننګرهار کې د کوکنارو له کر سره په نشه يي توکو د روږدو وګړو شمېره هم ورځ تر بلې زیاتېدونکې ده خو بل لورته پدغه ولایت کې د لسګونو زره معتادینو د درملنې لپاره خورا کم امکانات شته او یوازې یو لوی روغتون د روږدو درملنه کوي.

په دې ولایت کې د معتادینو د ځانګړي ۱۵۰بستریز روغتون مسؤل ډاکټر سمین ستانکزی وایي چې تر تېر کال د معتادینو په شمېر کې ۵۰ په سلو کې ډېروالی راغلی دی. ددغه روغتون ظرفیت لږ او د ناروغانو شمېر ته په کتو ورته رسیده ګي نه کېږي.

د هغه په روینا د دې ډېروالي لامل، افغانستان ته د کډوالو راستنېدل، په دې ولایت کې د مخدره موادو ډېروالی، فقر، رواني فشارونه او ورته نور فکټونه دي.

د ډاکټر ستانکزي پر وینا په دې ولایت کې د معتادینو وضعیت او د شمېر ډېروالی اندېښمنونکی دی.

د معتادینو ۱۵۰ بستریز روغتون مشر وایي چې له څو کالو راهیسې یې تر اوسه تر ۸۰۰۰ ډېر پر مخدره موادو روږدي کسان راجسترکړي او تر ۴۰۰۰ ډېر ورته کسان یې تداوي کړي دي.

هغه په دې اړه زیاتوي:

”زموږ روغتون ۱۵۰ بستره لري، اوس هم ۱۵۰تنه موږ سره بستر دي، تر اوسه مو ۸۹۶۵ تنه راجستر کړي یعنې موږ ته یې مراجعه کړې او ۴۹۷۶ تنه مو تداوي کړي ، دا اکثره د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي وو ځکه دا روغتون د زون په کچه دی خو د نورو ولایاتو خلک هم په کې تداوي شوي،فیصدي یې مخ په ډېرېدو ده تقریباً که ووایم چې تر ۵۰ فیصده هم سږکال فیصدي ډېره شوې“.

معتادین وایي چې دوی په ځانګړي ۱۵۰ بستریز روغتون کې حرفوي زده کړې هم کوي او له خپلې درملنې خوښ دي.

Nangarhar drug addicts
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:11 0:00

سجاد یو تن پر مخدره موادو روږدی دی چې همدې روغتون کې بستر دی:

“دلته موږ ته مستري توب، نجاري، برق کار او دا نور یادوي ، ما پینځلس ورځې تېرې کړې، دوا لاندې وم او اوس مستري توب زده کوم، ښه دی وضعیت ښه دی خوشاله یو”.

د معتادینو په دې کمپلکس کې معتادین تر څلوېښتو ورځو ساتل کېږي او هغه شمېر چې حرفوي زده کړو ته وړاندې کېږي ، هغه بیا تر شپږو میاشتو په همدې کمپلکس کې زده کړې کوي.

خو په ننګرهار کې د چارو شنونکي وایي چې دولت په تېره امنیتي ارګانونه د مخدره موادو مخنیوي لپاره ځانګړې پالیسي نه لری نو ځکه د معتادینو شمېر ورځ تر بلې ډېرېدونکی دی.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د تېرو معلوماتو له مخې په دې ولایت کې لسګونه زره نارینه او ښځې پر مخدره موادو روږدي دي چې ډېره برخه یې زړې ښځې او ځوان هلکان تشکیلوي.

XS
SM
MD
LG