د لاس رسي وړ اتصالات

د امید مرکز سل معتادین خپلو کورنیو ته وسپارل شول


د امید روغتیايي مرکز څخه ۱۰۰ روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

دغه معتادین چې په دغه روغتیايي مرکز کې یې تر دوو میاشتو پورې درملنې لاندې نیول شوي وو، اوس ښه شوي او خپلو کورنیو ته سالم ستانه شول.

دا معتادین چې د کابل ښار په مختلفو سیمو څخه راټول شوي وو، په دوو میاشتو کې د رواني درملنې ترڅنګ معالجوي درملنه یې هم شوې ده.

د دغه مرکز مرستیال واحدالله کوشان امریکا غږ اشنا ته وویل، په دې مرکز کې ۹۵۰ معتادین دي او د اعتیاد د درملنې د اصولو له مخې معتادین تر دوو میاشتو درملنې لاندې نیسي او دې مرکز له تاسیس را وروسته تر دې مهال د څه باندې ۱۵ زره روږدو درملنه کړې ده.

د معتادینو کورنیو غړو د خوښې ترڅنګ دا هم ویل، چې دوی به په جدي ډول د خپلو ښه شویو معتادینو مراقبت وکړي ترڅو بیا اعتیاد ته مخه ونکړي.

دغه ویډیو ممتاز بهیر اخیستې چې ښه شوي معتادین په کې لیدل کیږي.

د امید مرکز سل معتادین خپلو کورنیو ته وسپارل شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

XS
SM
MD
LG