د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانۍ معتادې ښځې اوس قالینې اوبدي


په ننګرهار کې سلګونه ښځې له مخدره موادو څخه د ساتنې په موخه پر قالین اوبدلو بوختې دي.

په ختیځ کې د قالین اوبدونکو ښځو د ټولنې مشره شریفه احمدزۍ وایي چې په ټولنه کې ورسره ۵۰۰ هغه مېرمنې پر قالین اوبدلو بوختې دي چې مخدره مواد یې کارول.

هغه وایي دې سره اکثره د لرې پرتو سیمو مېرمنې اوس قالین اوبدل زده کوي چې پخوا یې نشه کوله.

دا وایي اوس دا پنځه سوه مېرمنې د مخدره موادو له کارولو ژغورل شوي دي.

دهغې پر وینا دا ښځې حتی د نشه یي توکو له کارولو پرته خوب نه شو کولی .

مېرمن احمدزۍ وایي چې دا ۵۰۰ نشه یي مېرمنې د څلورو ختیځو ولایتونو اوسېدونکې دي چې ډېره برخه یې د ننګرهار شینوارو ولسوالیو اوسېدونکې دي.

د هغې پر وینا اوس دې مېرمنو ته د قالین اوبدلو په برخه کې بوختیاوې پیداشوي او مخدره موادو ته لاسرسی نه لري.

شریفه وایي چې اکثره مېرمنې د بې کارۍ او غمونو له امله پر نشه راغلې دي .

دې وویل چې د نشه یي توکو کارونکو مېرمنو ته د خپلې ټولنې په چوکاټ کې د کار او بوختیاوو نورې آسانتیاوې هم برابروي.

پخوانۍ معتادې ښځې اوس قالینې اوبدي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

د قالین اوبدونکو مېرمنو ټولنې مشره وایي چې په ختیځو څلورو ولایتونو کې ټولې شاوخوا ۵۰۰۰ مېرمنې روسره پر کار بوختې دي چې ډېره برخه یې په ننګرهار ولایت کې کار کوي.

دې وویل چې دا ۵۰۰ مېرمنې به په راتلونکي کې د خپلو کورنیو لپاره د ګټو پیداکولو جوګه شي.

هغه وایي غواړي چې د مخدره موادو کارولو مخنیوی وکړي او هغه مېرمنې پر کار بوختې کړي چې د بې کارۍ او خفګان له امله مخدره مواد کاروي.

XS
SM
MD
LG