د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، د کابل ښار له پُلسوخته څخه به د معتادینو د راټولو لړۍ ته تر هغې دوام ورکړي، چې دا سیمه په بشپړه توګه د معتادینو له حضور څخه پاکه شي.
د دغه وزارت چارواکو د کابل د پولیسو په همکارۍ،د دوشنبې په ورځ د پُلسوخته له سیمې څخه شاوخوا درې سوه معتادین راټول او د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې یې بستر کړل.
پُل سوخته د کابل ښار په لویدیځه څنډه کې د معتادینو د راټولیدو تر ټولو لوی مرکز دی.
سره له دې چې پولیس هره اونۍ له دغې سیمې څخه سلګونه معتادین راټولوي، خو د پولیسو له تللو وروسته ګڼ شمیر معتادین بیرته د پله لاندې دیره کیږي.
د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د مخدراتو د غوښتنې کچې د راټیټولو څانګې رئیس محمد ناصر شریفي امریکا غږ ته وویل، د معتادینو د دیره کیدو د دغه لوی مرکز د له منځه وړلو لپاره دوی پلان لري، چې هره اونۍ له پُلسوخته څخه د معتادینو د راټولو کمپاین ته دوام ورکړي.
هغه وویل "اوس په پُلسوخته کې د معتادینو حضور خورا کم شوی دی، نن دلته شاوخوا درې سوه کسان وو، چې راټول مو کړل، تر راتلونکې اونۍ د کابل له نورو سیمو څخه بیا دلته راټولیږي او موږ به یې تر هغې بیا نیسو چې دلته یو معاد هم پاتې نه شي".
د هغه پر وینا، دغه معتادین چې کورونه نه لري او یا کورنیو شړلي دي، د امید په مرکز کې تر درې میاشتنۍ درملنې وروسته بیرته خپلو کورنیو ته سپارل کیږي.
نور حال د امریکا غږ د خبریال ممتاز بهیر له خوا په چمتو شوې ویډیو کې لیدلی شئ.