د لاس رسي وړ اتصالات

په نورستان کې د دیني عالمانو فعالیت د کوکنارو مخه نیولې


په نورستان ولایت کې سږکال کوکنار نه دي کرل شوي.

د دې ولایت دیني عالمان وایي چې دوی او قومي مخور د دین له پلوه د کوکنارو د کرلو،کارولو او کاروبار پر زیانونو خلکو ته ښه عامه پوهاوی ورکړی نوځکه یې دا درې کاله دکوکنارو کر کېله بنده کړې ده.

د دې ولایت یو تن مشهور دیني عالم او قومي مشر فضل الکریم وایي چې دوی کروندګر او عام خلک پر دې پوه کړي چې د کوکنارو او نورو مخدره موادو کاروبار او کرل د دین له پلوه حرام دي .

مولوي فضل کریم وایي چې د مخدره موادو پر ضد ددوی مبارزې رنګ راوړی او او س نورستاني کروندګر د کوکنارو پرځای نور فصلونه ډېر کري.

دی وایي سره له دې چې خلکو ته له اقتصادي پلوه د کوکنارو نه کرل یو زیان دی خو د کروندګرو د پوهې کچه لوړه شوې او اقتصادي زیان تر روغتیایي او دیني زیانه بې ارزښته بولي.

په نورستان کې د دیني عالمانو فعالیت د کوکنارو مخه نیولې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

دی وایي سره له دې چې نورستان ډېر لږې کرنیزې ځمکې لري خو پر همدې غرنیزو ځمکو هم کروندګر غنم او سبزیجات کري.

مولوي فضل کریم وویل چې د نورستاني کروندګرو لپاره د اړتیاوو بشپړولو ښه لاره د دوی د کرنیزو ځمکو حاصلات دي .

د نورستان ولایتي اداره هم په دې ولایت کې د کوکنارو کرکېلې بندېدل تائیدوي خو په تړاو یې ډېرې خبرې نه کوي.

XS
SM
MD
LG