د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسیا جام ته د تگ لومړنۍ لوبه مساوي کړه


د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د اسیا د ملتونو د جام په مقدماتي لوبو کې
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د اسیا د ملتونو د جام په مقدماتي لوبو کې

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د اسیایي هیوادونو د جام د سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د ویتنام سره ١ – ١ مساوي کړه.

د لوبې لومړنۍ نیمایي پرته له کوم گول پای ته ورسیده او د لوبې د دوهمې نیمایي تر شلمې دقیقې پورې د دواړو ټیمونو مهاجمانو داسې کومه حمله ونه کړه چې د گول کیدو سبب شي.

خو لوبه هغه بل رنگ ونیو چې ویتنامي مهاجم د افغانستان د ملي ټیم د چپ اړخ د مدافع د اشتباه نه په استفادې توپ وگاټه او د ویتنام د ټیم نور لوبغاړي هم د افغانستان د ټیم د گل مخ ته راټول شول.

د ٢٠ شلو دقیقو په ترڅ کې د ویتنام د لوبغاړو دریو سختو ضربو د افغانستان دروازه په نښه کړه، خو د افغانستان گولکیپر ویس عزیزي په پوره مهارت دفاع وکړه.

خو د افغان لورې دغه مقاومت د لوبې په ٦۴ دقیقه کې مات شو او ویتنامی لوبغاړی وتوانید چې د لوبې لومړی گول ووهي او ویتنام یو د صفر په وړاندې مخکې شي.

په نتیجه کې افغان لوبغاړو لوبې ته زور ورکړ او د لومړي گول نه شپږ دقیقې وروسته افغانستان یو کارنر بال وگاټه. که څه هم چې ویتنامي مدافعینو توپ له گول لېرې کړ خو د افغانستان د ټیم مدافع او کیپتان حسن امین په ناساپي توگه د ویتنام د گول د دروازې له ٢٢ مترۍ نه په یو قوي شوت د افغانستان په گټه گول وواهه.

د افغانستان د ملي ټیم ترینر اوتو فيستر یوه ورځ وړاندې په خبري کنفرانس کې ویلي وو چې دواړه ټیمونه ٥٠-٥٠ فیصده چانس لري.

مصطفى آزاد زوى او خيبر اماني دوه افغان مهاجمین وو چې د لوبې په اخیرو دقیقو کې میدان ته ننوتل، آزاد زوى په ٨٥ کې یو ډیر ښه چانس ترلاسه کړ چې د ویتنام د دفاع له ماتولو وروسته یې کولای شول لوبه دوه د یو په مقابل کې د افغاسنتان په گټه تمامه کړي خو شوت یې دومره قوي نه و او د وینام گولي هغه ونیو.

د افغانستان د ټیم په لومړي ترکیب په نننۍ لوبه کې ویس عزیزي، حسن امین، شریف محمد، کنشکا طاهر، بنیامین نجم، میلاد انتظار، اباسین علي خیل، میلاد سالم، فرشاد نور، امید پوپلزي او زبیر امیري شامل وو.

د افغانستان او ویتنام د فوټبال د ملي ټیمونو دغه سیالي د دریو اضافي دقیقو سره ١-١ پای ته ورسیده خو د ویتنام کوم کمزوری ټیم نه دی او تیر کال یې د سوریې ملي ټیم ته ماتې ورکړې وه او د عراق سره مساوی شوی و.

خو افغانستان یو بري ته اړتیا درلوده ځکه د افغانستان په گروپ کې اردن غښتلی ټیم گڼل کیږي.

د هر گروپ نه دوه ټیمونه د اسیا د ملتونو د جام وروستي پړاو ته لاره مومي، ویتنام او افغانستان به هڅه وکړي چې لږ تر لږه په خپل گروپ کې دوهم مقام ترلاسه کړي.

د افغانستان بله لوبه د جوزا په ٢٣ د کمبوچیا په وړاندې ده او د هغې وروسته د اردن سره لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG