د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: په ارزګان کي مو سهواْ دوه هلکان وژلي


په افغانستان کښې میشت د ناټو ځواکونه وایي چې د اروزګان په ولایت کښې یې دوه هلکان د عملیاتو پر وخت سهواً وژلي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا د خاصو ځواکونو نه تیره میاشت غوښتلي ؤ چې د ځینو ولایتونو نه دې پدې خاطر واوځي چې په هغوي باندې تور ؤ چې خلک بې ځایه زوروي. د رپوټ له مخې د ارزوګان ولایت دغه پیښه به ښایي چې د ښاغلي کرزي او د ناټو د ځواکونو تر منځ د اړیکو د خرابوالي لامل وګرځي.

په کابل کښې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوسف ډن فورډ په اعلامیه کښې ویلي دي چې نړیوالو ځواکونو د تیرې میاشتې په 28 مې نیټې د اروزګان په ولایت کې دغه دوه هلکان د یاغیانو په ګمان د عملیاتو په ترڅ کښې سهواً وژلي دي.

جنرال ډن فورډ په اعلامیې کښې همدرانګه ویلي دي چې د وژل شویو هلکانو د کورنیو نه په شخصي توګه بخښنه غواړي او د خواخوږۍ مراتب ورته وړاندې کوي.

جنرال ډن فورډ وایي افغان او نړیوال ځواکونه نن د شنبې په ورځ د ارزګان ولایت هماغه کلي ته ورغلي ؤ چې دغه هلکان پکښې وژل شویدي او د قومي سپین ږیرو سره یې کتلي دي.

د اسټرالیا ځواکونه چې په ارزګان کښې دیره دي، ویلي یې دي چې د عملیاتو پر وخت یې سهوه کړیده خو د پیښې په اړه نور جزیات یې ندي ورکړي.
XS
SM
MD
LG