د لاس رسي وړ اتصالات

 افغانستان ترکي شرکتونو ته د زرو او مسو قرارداد ورکوي


افغان حکومت د لوګر د مس عینک کان د سپړلو قرارداد چینايي شرکت ته ورکړی و چې لا هم سپړل شوی نه دی
افغان حکومت د لوګر د مس عینک کان د سپړلو قرارداد چینايي شرکت ته ورکړی و چې لا هم سپړل شوی نه دی

د بدخشان د سرو زرو او بلخاب د مسو د استخراج قراردادونه ترکي شرکتونو ته ورکول کیږي.‌

جمهوري ریاست وايي‌ چې د بدخشان د سرو زرو او بلخاب کې د مسو د کانونو د سپړلو قراردادونه به د سنتار او ګوموز په نامه دوو ترکي شرکتونه ته ورکړل شي.

ارګ وايي‌ د یکشنبې په ورځ (اګست۱۲) د ارګ په چهارچنار کې د ولسمشر غني په مشرۍ د اقتصادي شورا په غونډه کې د دغو قراردادونو دورکولو پرېکړه وشوه.

افغان حکومت تېره میاشت اعلان کړی و چې دا پروژې دعوه طلبۍ ته سپاري. معلومه نه ده چې څومره نورو شرکتونه د دغو کانونو دسپړلو لپاره عریضې او غوښتنلیکونه سپارلي‌ وو.

د ولسمشر غني‌ د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري امریکا غږ ته وویل چې سنتار او ګوموز ترکي شرکتونه دي خو ځینې افغان شرکتونه یې هم د دغې پروژې شریکان دي.

ارګ وايي چې دغه دا شرکتونه د افغان حکومت په شرایطو برابر دي او د دغو کانونو په سپړلو کې یې هم لیوالتیا تر نورو ډېره وه.

د افغانستان د معادنو وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي امریکا غږ ته وویل چې‌ په دغو دواړو پروژو کې شاوخوا ۱۳۱ میلیونه ډالر پانګونه کیږي.

نوموړي وویل چې د بدخشان د سرو زور د معادن د سپړلو په لومړنیو دریو کلونو کې (انکشافي برخه) ۳۰ میلیونه ډالره او بیا له دریو کلونو راوروسته ۴۰ میلیونه نور ډالر پرې پانګونه کیږي. همدغه راز د ښاغلي مطفي په وینا د بلخاب د مسو په کان کې به ۶۱ میلیونه ډالر پانګونه کیږي.

ارګ وایي چې دا شرکتونه له مالي پلوه بسیا دي‌ او د قرارداد له لاسلیک کولو وروسته به ترې تضمین هم اخیستل کیږي.

بدخشان د سرو زرو،‌ لاجوردو، لعل او یاقوتو یو شمېر کانونه لري. د بدخشان د راغستان ولسوالۍ د سرو زرو کان تر نورو مشهور دی. طالبانو شاوخوا دوه کاله پر دغې ولسوالۍ کنترول درلوده او افغان چارواکو ویلي‌ وو چې طالبانو په ناقانونه توګه د سرو زرو دغه کان سپړلی دی.

تر دې مخکې داسې راپورونه هم ورکړل شوي‌ وو چې ځینو سیمه ییزو زورواکانو هم دا او دا ډول نور کانونه سپړلي‌ او قاچاق کړي ‌دي.

د بلخاب د مسو کان بیا د سرپل د بلخاب په ولسوالۍ کې دی چې یو لوی او مهم کان بلل کیږي. د راپورونو له مخې دا کان ۴۰۰ مېتره اوږد او ۵۰۰ پراخ دی. دا کان په ۱۹۷۰مو کلونو کې کشف شوی دی خو تر دې دمه لا سپړل شوی نه دی.

افغان چارواکي‌ وايي د افغانستان د طبعي منابعو ارزښت شاوخوا درې تریلیون ډالر کیږي.

په افغانستان کې د نا امنیو، کاري ظرفیتونو، امکاناتو او وسایلو د نشتوالي له کبله د طبیعي منابعو او کانونو سپړل ستونزمن بلل کیږي. د لوګر مس عینک کان د استخراج قرارداد یو چینایي‌ شرکت ته ورکړل شوی چې د نا امنیو له کبله لا هم سپړل شوی نه دی.

خو ولسمشر غني له افغان امنیتي‌ ادارو غوښتي چې د بدخشان د سرو زرو او بلخاب د مسو د کان د دغو پروژو د تامین لپاره دې یو روښانه امنیتي‌ میکانیزم جوړ کړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG