د لاس رسي وړ اتصالات

محب: طالبان د زور لارې واک ته رسیدل غواړي


حمدالله محب د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د جګپوړي هیت سره یو ځای واشنګټن ته راغلی.
حمدالله محب د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د جګپوړي هیت سره یو ځای واشنګټن ته راغلی.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب وایي طالبان په افغانستان کې د زور د لارې واک ته رسیدل غواړي.

ښاغلي محب چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره یو ځای د امریکا متحده ایالاتو ته راغلی، د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې همدارنګه وویل چې طالبانو سولې ته ژمن ندي.

محب زیاته کړه، " طالابنو وښوده چې تر ننه سولې ته هیڅ ډول تعهد نلري. طالبانو غوښتل د سولې په خبرو کې امتیاز تر لاسه کړي او هغوي دا کار وکړ. د هغوي یوه ژمنه دا وه چې ریښتیني مذاکرات به کوي خو هیڅ ریښتیني مذکرات یې ندي کړي. مونږ تر اوسه سولې ته د طالبانو تعهد ندی لیدلی. د هغوي هیله په زور واک ته رسیدل دي. دا کار افغانستان د بربادۍ په لور بیایي او طالبان هم خپل هدف ته نه رسیږي. "

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په یو شمیر ولایتونو کې د ولسوالیو د سقوط په هکله وویل چې طالبان د لومړي ځل لپاره د پټې جګړې پر ځای علني جګړې ته راوتلي. محب وویل چې د یو شمیر سیمو نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو غوښتل د خلکو په منځ کې یوه "انتبا" پیدا کاندي چې ګواکې د افغانستان حکومت سقوط کوي.

حمدالله محب په مرکې کې همدارنګه وویل چې د افغانستان ولس او حکومت به نظام سقوط کولو ته پرې نږدي. هغه زیاته کړه، " طالبانو په دې تیرو څو ورځو کې څه نا څه پرمختګ کړی مګر دا داسې کارونه ندي چې مخه یې نشي نیول کیدی. طالبانو د پټې جګړې نه راوتلې او ښکاره جګړه یې پیل کړې. هغوي صفونه لري او صفونه یې ماتیږي او وضعیت به تغیر خوري.

د ملي امنیت سلاکار واشنګټن ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د هیت د سفر د هدف په هکله وویل چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د واشنګټن او کابل تر منځ د اړیکو نوی باب پیل شوی او پدې سفر کې به د جمهور رئیس جو بایډن او نورو سیاستوالو سره چې د افغانستان د وضعیت اغیز لرلی شي، د اړیکو د نوي باب په جزیاتو خبرې اترې وکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د واشنګټن پر وخت نن پنجشبه جون ۲۴ (چنګاښ۴) واشنګټن ته راورسید. ښاغلي غني په کانګریس کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د مشهورو سیاستوالو سره وکتل او ټاکل شوې سبا د جمعې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس جو بایډن سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG