د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ په لوبه کې پاکستان ته د ۳۰۱ منډو هدف وټاکه


د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ د ۵۰ اوریزو لوبو د روان سیریز په دوهمه لوبه کې د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي دوهمه) افغانستان مخالف لوري ته د ۳۰۱ منډو هدف وټاکه

د افغانستان په کوربه توب د سري لانکا په همبانټوټا کې په نننۍ لوبه کې، رحمان الله ګربز په ۱۵۱ توپونو باندې له ۱۵۱ منډو کولو وروسته په پنځه څلویښتم اوور کې د شاهین افریدي په توپ وسوځېد.

رحمان الله ګربز لومړنی افغان شو چې په یو ورځنیو لوبو کې د پاکستان خلاف سلیزه کوي. د ګربز ترڅنګ د افغانستان بل پرانیستونکي توپ وهونکي ابراهیم ځدران په ۱۰۱ توپونو ۸۰ منډې وکړې.

محمد نبي په درېیم نوبت میدان ته راغی، او په ۲۹ توپونو یې ۲۹ منډې وکړې.

د پاکستان تیز توپ اچوونکي شاهین افریدي د افغانستان دوه لوبغاړي وسوځول. نسیم شاه او اسامه امیر هم وتوانېدل چې د افغانستان یو یو لوبغاړی وسوځوي.

د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهلو پرېکړه وکړه.

ددې لړۍ لومړنۍ لوبه د سه شنبې په ورځ پاکستان وګټله. او وروستۍ لوبه د شنبې په ورځ د سري لانکا په پایتخت کولمبو کې ترسره کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG