د لاس رسي وړ اتصالات

بابر اعظم: افغانستان سره لوبې جدي نیسو


د پاکستان د کرکټ ملي ټیم کپتان بابر اعظم وايي د افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې جدي نیسي او د اسیا جام او نړیوال جام سیالیو ته د لوبغاړو په تیارولو کې ورسره مرسته کوي.

د دواړو هېوادونو تر منځ دا لوبې د سه شنبې په ورځ اګست ۲۲ (زمري ۳۱) په سري لانکا کې پیل کیږي.

له دې سیریز وروسته د شپږو هېوادونو په ګډون د اسیا جام سیالۍ د سري لانکا او پاکستان په ګډ کوربه توب د اګست په ۳۰مه او ورپسې نړیوال جام د اکتوبر پنځمه په هند کې پیل کیږي.

افغانستان له پاکستان سره د سیریز کوربه دی خو د امنیتي اندېښنو له کبله د افغانستان دننه نړیوالې لوبې نه ترسره کیږي.

بابر اعظم وویل: "دا درې لوبې زموږ لپاره ښه فرصت دی چې خپل لوبغاړي د سیالۍ پر مهال وازمایو."

توپ وهونکی بابر اعظم د کرکټ د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې په لومړي مقام دی او د پاکستان دوه نور توپ وهونکي، فخر زمان او امام الحق چې په نړیوالې درجه بندۍ کې په ترتیب سره په درېیم او څلورم مقام دي، له افغانستان سره په لوبو کې شامل دي.

د افغانستان په لوبډله کې نړیوال شهرت لرونکی توپ اچوونکی راشد خان شامل دی، چې د پاکستان سره د لوبو له کبله یې د انګلنډ "د ۱۰۰" په روانو سوداګریزو سیالیو کې له برخې اخیستلو ډډه وکړه.

د افغانستان او پاکستان تر منځ تراوسه د کرکټ څلور نړیوالې یو ورځنۍ لوبې شوي دي. که څه هم دا ټولې لوبې د پاکستان په ګټه پای ته رسېدلي، خو بابر اعظم وايي: "افغانستان په یو قوي خوا بدل شوی... موږ به له افغانستان سره دا لوبې سطحي نه نیسو... موږ ښه لوبغاړي لرو چې کولای شي سپین توپ ولوبوي. ځکه نو دا به یو په زړه پورې سیریز وي."

د دې لوبو دپاره توپ وهونکی حشمت الله شهیدي د افغانستان کپتان دی او په لوبډله کې تیز توپ اچونکي عبدالرحمن، محمد سلیم صافی او وفادار مومند هم شامل دي.

لومړنۍ لوبه د سه شنبې په ورځ په همبانټوټا کې او دوه نورې لوبې د پنجشنبې او شنبې په ورځو کې په کولمبو کې ترسره کیږي.

د افغانستان لوبډله: حشمت الله شهیدي (کپتان)، رحمان الله ګربز، اکرام علي‌خیل، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، نور احمد، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، عبدالرحمن، محمد سلیم صافی، وفادار مومند

د پاکستان لوبډله: بابر اعظم (کپتان)، شاداب خان، محمد رضوان، فخر زمان، عبدالله شفیق، امام الحق، سعود شکیل، اغا سلمان، افتخار احمد، محمد نواز، اسامه میر، حارث رؤف، نسیم شاه، شاهین شاه افریدي، طیب طاهر، محمد حارث، فهیم اشرف، محمد وسیم

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG