د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د اوزبیکستان، پاکستان او افغانستان ترمنځ غونډه کې په ترانزیټي مسلو خبرې شوي


د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې ددغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال د اوزبیکستان او پاکستان د چارواکو سره په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون وروسته د دغو هیوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې یو ګډ تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د چهارشنبې په ورځ نومبر۱۵ (لړم ۲۴) رسنیو ته په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې په دې لاسلیک شوي سند کې ددغو دریو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په تړاو اړوندې مسلې شاملې دي.

ښاغلي جواد وویل: "په دې غونډه کې د درې اړخیزو اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا، د سوداګرۍ د پراخیدو له لارې سیمه ییز اتصال، د ګډو پانکونو له لارې د ترانزیټي اسانتیاو لا زیاتیدل، د مصارفو کمیدل او ترانسپورټي اسانتیاوو برابرول، د ګمرکونو د سیستمونو ساده کول، د بانکي سیستم پیاوړي کول او ورته وده ورکول، د خوړو مصونیت، د ویزو صادرول او همدارنګه د ترانزیټي ستونزو هوارول او په درې اخیز ترانزیت باندې ټینګار شوی دی".

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوي د دوشنبې په ورځ د پاکستان او اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون او پاکستاني چارواکو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ اړوند مسلو باندې د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې درې اړخیزې غونډې په اړه لیکلي چې په دې غونډه کې د پاکستان له اړخه ددغه هیواد د لنډ مهاله حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر ګوهر عجاز او د اوزبیکستان د صدراعظم مرستیال جمېشد خواجه ­یف برخه لرله.

دغه سفارت ویلي چې په دې درې اړخیزه غونډه کې د ټرانس افغان د اوسپنې د پټلۍ د غځولو په پروژه هم خبرې شوي دي.

په دې غونډه کې ددغو دریو هیوادونو ترمنځ په ترانزیټي مسلو په داسې حال کې خبرې شوي چې د یوې خوا اوزبیکستان د افغانستان له لارې پاکستان سره سوداګري زیاته کړې او د بلې خوا پاکستان د افغان سوداګرو په ترانزیټي مالونو بار زرګونو کانټینره د کراچۍ په بندر کې ایسار کړي دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د سه شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر جلیل عباس جیلاني سره په اسلام اباد کې په کتنه کې له پاکستان څخه وغوښتل چې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د وارداتي توکو په زرګونو بند کانټینرونه پرېږدي.

پاکستاني چارواکي وايي سوداګریز مالونه یې له بندرونو څخه له محصول پرته افغانستان ته ځي او بیرته پاکستان ته قاچاق کیږي چې له دې امله پاکستان په میلیونونو ډالر تاوان کړی دی.

افغان چارواکي وايي، پاکستان په کراچۍ بندر کې تر ۳۰۰۰ ډېر د افغان سوداګرو کانټینرونه ایسار کړي او د لا زیاتو مالیاتو او محصول غوښتنه کوي، چې سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې په سوداګرۍ او نورو برخو کې د طالبانو د حکومت او اسلام اباد تر منځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د پاکستان حکومت د تیر اکتوبر په میاشت کې له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د شړلو پریکړه وکړه چې ۱.۴ میلیونه یې افغان کډوال دي.

پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې تر ۳۰۰ زرو زیات افغانان په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي، خو په افغانستان کې د طالبانو چارواکي ټینګار کوي چې اکثریت یې په زور شړل شوي دي.

پاکستان ویلي چې د دې بهیر د ګړندي کولو لپاره یې پنځه نورې سرحدي لارې پرانیستې دي.

پاکستان ويلي، په تیرو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوي او پړه یې پر هغو اورپکو اچوي چې له افغانستان څخه فعالیت کوي. اسلام اباد وايي، د هېواد د "هوساینې او امنیت" د خوندي کولو لپاره یې د افغان کډوالو د شړلو پرېکړه کړې ده.

په ډله ییزه توګه له پاکستان څخه خپل هېواد ته د ستنو شویو افغانانو د ستونزو هوارول په افغانستان کې ستونزمن بلل شوي دي.

بل خوا، د بلوچستان د ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي په کوټه کې خبریالانو ته ویلي چې لږ تر لږه ۵۰ زره د پاکستان داسې پیژند پاڼې یې ضبط کړي چې فکر کوي جعلي دي او افغانانو ترلاسه کړي دي.

اڅکزي وويل: "موږ شک لرو چې تر ٢٥٠ زرو زيات جعلي شناختي کارډونه ورکړل شوي دي. موضوع تر څېړنې لاندې ده او که څوک مجرم وپېژندل شي، له سزا سره به مخ شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG