د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان-افغانستان-ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ؛ پاکستان ۴.۵میلیارد ډالر پور اخلي 


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د پاکستان حکومت د اوسپنې پټلۍ د جوړولو لپاره چې دغه هیواد د ازبیکستان سره نښلوي، د نړیوال بانک څخه۴.۵ میلیارد ډالر پور اخلي.

پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې د اوسپنې دغه پټلۍ د ۵۷۳کیلومترو په اوږدوالي چې یوه برخه یې له افغانستان څخه تیریږي په سیمه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په خاطر جوړیږي.

د امریکاغږ د ډیوه رادیو د یو رپوټ له مخې ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوه یا دوو راتلونکو ورځو کې ددغه پور اخیستنې وړاندیز په رسمي توګه نړیوال بانک ته وسپاري.

د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزیر، اعظم سواتي ویلي دي چې ددغې اوسپنې پټلۍ څخه چې په ۲۰۱۸کې پرې غور شوی و، د مالونو د لیږدولو او د مسافرو د وړلو چټکو ریل ګاډو لپاره استفاده وشي.

د ښاغلي سواتي په وینا د افغانستان او ازبیکستان حکومتونو ددغه پروژې د پلي کولو موافقه دمخه لاس لیک کړې ده.

د ۲۰۱۸کال د نومبر په میاشت کې د ازبیکستان په پلازمینه تاشکند کې د ازبیکستان، قزاقستان، روسیې، افغانستان او پاکستان استازو اعلان وکړ چې د "مزار شریف-کابل-پیښور"د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پروژې لپاره به ماليکنسرسیوم او ګډه کاري ډله وټاکي.

د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزیر ویلي دي چې ددې پروژې په پلي کیدو سره به د منځنۍ آسیا په لور دهلیز پرانستل شي چې حتی د روسیې د ځنو برخو سره د اتصال ظرفیت به هم برابر کړي.

د پاکستاني مقاماتو په وینا د پیښور نه تر تورخم پورې ددغه پټلۍ د جوړولو مسولیت د پاکستان په غاړه دی او نوره پاتې برخه یې د افغانستان او ازبیکستان له خوا پلې کیږي.

XS
SM
MD
LG