د لاس رسي وړ اتصالات

دوو اونیو کې افغانستان ته د وسپنې پټلۍ له لارې۲۱۰زره ټنه مالونه وارد شوي


په اقینې او تورغندي بندرونو کې د ضد عفوني کولو دستګاوې اېښودل شوي دي.
په اقینې او تورغندي بندرونو کې د ضد عفوني کولو دستګاوې اېښودل شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د تېرو دوه اونیو په اوږدو کې افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۱۰ زره ټنه سواګریز مالونه وارد شوي دي.

د دغې ادارې په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې د غه مالونه په ۳زره واګونونو کې د حیرتان، اقینې او تور غونډۍ بندرونو له لارې افغانستان ته وارد شوي دي.

په اعلامیې کې راغلي دي: "په واردو شویو مالونو کې غنم، اوړه، غوړي، تېل، ګاز او نور ودانیز مواد شامل دي."

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره دا هم وايي چې په اقینې او تورغونډۍ بندرونو کې د کرونا ویروس پر ضد د دغه مالونو د ضد عفوني کولو دستګاوې هم اېښودل شوي دي.

یاده اداره وايي چې دغه دستګاوې به په نیږدې راتلونکې کې خپل فعالیت پیل کړي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو وروسته پر ځمکني او هوايي لېږد رالېږد محدودیتونه وضع شول خو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په دې مودې کې دغه هېواد ته د اوسپنې پتلۍ له لارې واردات په عادي ډول پر مخ ځي.

د دې ترڅنګ د کرونا ویروس په خپرېدو سره په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د سې شنبې تر سهار جولای۱۴ (چنګاښ۲۴) پورې ۵۷۳۲۸۷ کسان مړه کړي او څه باندې۱۳ میلیونه نور په اخته شوي دي

XS
SM
MD
LG