د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بریدونو دوام

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او د پاکستاني سرچینو د معلوماتو په اساس، د دواړو خواوو ترمنځ بریدونه اوس هم دوام لري.

د پاکستان وسلوال پوځ د یکشنبې په ورځ (د مارچ لومړۍ نېټه) د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ادعا کړې چې د پاکستان په بریدونو کې د طالبانو "۴۱۵" غړي وژل شوي، څه باندې "۵۸۰" تنه یې ټپیان شوي، "۱۸۲" پوستې یې له منځه وړي، "۳۱" پوستې یې نیولي، "۱۸۵" ټانکونه او زغروال موټر یې ویجاړ کړي او په ټول افغانستان کې یې "۴۶" سیمې یې په هوایي بریدونو کې په نښه کړي.

په ورته وخت کې په افغانستان د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي، د یکشنبې په ورځ (د مارچ لومړۍ نېټه) د اېکس په ټولنیزې شبکې کې د یوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) انځور خپور کړی ادعا کړې چې ځواکونو یې تیره شپه د پکتیا ولایت ډنډ پتان ولسوالۍ او د خوست ولایت د علیشیر ولسوالۍ کې "پاکستاني ملېشو دوه کشفي الوتکې په جلا جلا توګه رانسکوره کړې".

د خوارزمي په وینا، د دفاع وزارت ځواکونو تېره شپه په "ننګرهار، پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو کې" د پاکستاني ځواکونو په وړاندې "هماهنګ" بریدونه پیل کړل چې په کې "یو ټاور ( برج) او څلور پوځي مرکزونه ونیول شول او په ماینونو والوځول شول".

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند زیاته کړې چې په دې بریدونو کې د پاکستان "۳۲سرتیري" وژل شوي او په "لسګونه" نور ټپیان شوي او یو شمېر پوځي تجهیزات له منځه وړل شوي.

له بلېخوا د افغانستان ځنیو رسنیو د طالبانو د دفاعي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو ځواکونو د بلوچستان په کویټه کې د پاکستان په پوځي مرکزونو هوایي بریدونه کړي.

د طالبانو دفاعي ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ماښام، د پاکستان له خوا پر افغان خاورې د شویو بریدونو په ځواب کې پر پاکستان د غچ اخیستونکو بریدونو لړۍ پیل کړې ده.

پاکستان تېره شنبه ناوختي او د یکشنبې سهار وختي د ننګرهار ولایت په څو ولسوالیو او د پکتیکا ولایت په ځینې سیمو هوايي بریدونه وکړل چې د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، د پاکستان په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG