د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګر د چمن-سپین بولدک د لارې بیا پرانستل غواړي


پاکستان له شلو ورځو راهیسې د چمن-سپین بولدک لاره بنده کړې ده
پاکستان له شلو ورځو راهیسې د چمن-سپین بولدک لاره بنده کړې ده

په کندهار ولایت کې یو شمیر پانګه وال او سوداګر وايي چې د چمن-سپین بولدک د لارې تړل د افغانستان او پاکستان اقتصاد ته سخت زیان رسوي او اسلام آباد باید دغه مهمه سوداګریزه لاره بیا پرانیږي.

پاکستان شل ورځې دمخه د ډیورند کرښې پر صفري ټکي د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د وسله والو نښتو وروسته د چمن-سپین بولدک لاره بنده کړه.

افغان سوداګرو وايي پاکستان باید افغانستان ته د خپل پیاوړي سوداګریز شریک په سترګه وګوري.

د افغانستان د سوداګری خونو تجارتي مرستیال حاجي محمد یونس مهمند وايي "لار باید ژر تر ژره خلاصه شي دا زموږ د تاجرانو غوښتنه ده د افغانستان له اړخه ستونزه نشته او لار خلاصه ده او که پاکستان لار خلاصه نکړي ستونزه به تر دې هم ډېره شي".

افغان سوداګر نیوکه کوي چې د پاکستان حکومت د افغانستان په اړه سیاست او سوداګري یو ځای مخ ته وړي، خو وايي دغه کړنلاره ناسمه او زیان اړونکې ده. ځینو سوداګرو وویل چې پاکستان له هند سره د ژورو اختلافونو د لرلو سربیره، سوداګري له سیاست نه جلا پرمخ بیايي.

د ډیورند د کرښې پر دواړو غاړو پښتانه میشت دي چې ډیر ځلي د پاکستان د حکومت پر تګلارو د قومي ناانډولي تور لګوي.

د چمن – سپین بولدک له لاري افغان سوداګر له کراچۍ بندر او د پاکستان له بیلابیلو ښارونو څخه خوراکي توکي، درمل او نور تجارتي مالونه افغانستان او له دې لاري تازه او وچه میوه او طبي بوټي انتقالوي.

تر دې دمه څرګنده نده چې د چمن-سپین بولدک د لارې د بندیدلو له کبله د دواړو هیوادونو سوداګرو ته څومره مالي زیان اوښتی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG