د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان د 'پاکستان بریدونه'؛ د اروپايي ټولنې استازولۍ په ملکي تلفاتو اندېښنه ښودلې

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په کونړ او پکتیکا کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او د نړیوال بشري حقونو د قوانینو د رعایت غوښتنه کړې ده.

اروپايي ټولنې د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو او د جګړې په دخېلو غاړو یې د زغم په اړتیا ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په خپلې ایکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، موږ سمدستي د تاوتریخوالي د کمېدو، زغم، او د داسې عملي اقداماتو غوښتنه کوو چې د ملکي وګړو خوندیتوب تضمین کړي او د لا زیاتو مرګ ‌ژوبلو مخه ونیسي.

پاکستان د دوشنبې په سهار (سپټمبر ۲۱) په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې پر ځینو سېمو هوايي بریدونه وکړل.

د طالبانو حکومت ویلي په دغو بریدونو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. خو پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې یې اته ویشت ترهګر وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم تایید کړې چې په کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو له امله لږترلږه درې ملکي وګړي چې یو نارینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ پکې شامل دي، وژل شوي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو په دوام د همدې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجاریک په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، د روان کال له پیل راهیسې یوناما په افغانستان کې د پولې پورې غاړې د وسله ‌والو تاوتریخوالو له امله د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو له ۱۱۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت کړې دي. موږ یو ځل بیا د نړیوال بشري قانون د رعایت غوښتنه کوو، څو د ملکي وګړو د مرګ ‌ژوبلې مخه ونیول شي.

تازه یو شمېر پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د ځینو امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې لږترلږه اته ډرونونه د افغانستان له خاورې د پاکستان په لوري توغول شوي دي. راډیو پاکستان په خپلې اېکس پاڼې کې د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي چې څلور ډرونونه تورخم ته نږدې او څلور نور د کوهاټ په غرنیو سیمو کې نسکور کړای شوی دي.

د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې د نوم د نه اخیستلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې د دوی له خوا پر پاکستان کوم برید نه دی شوی. په خپلواکه توګه د دواړو لورو د ادعاوو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې پر کونړ او پکتیکا د پاکستان د وروستيو هوایي بریدونو په غبرګون کې د مناسب ځواب خبرداری ورکړی و.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واشنګټن د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د پاکستان د دفاع د حق نه ملاتړ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG