د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان سره د کرکټ دوستانه لوبه لغوه کړه

په هند کې د نړیوال جام د لوبو وروسته، هیواد ته د راستنیدو پر وخت د افغان کرکټ ملي ټیم تود هرکلی وشو.
په هند کې د نړیوال جام د لوبو وروسته، هیواد ته د راستنیدو پر وخت د افغان کرکټ ملي ټیم تود هرکلی وشو.

د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې پاکستان هغه پلان شوې لوبه لغوه کړه چې ټاکل شوي وو د اپریل په میاشت کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ وشي.

پاکستان دا تصمیم د لاهور په ښار کې د تیرې یکشنبې د ورځې د ځانمرگي بمي برید د عواقبو په نتیجه کې د امنیتي دلیلونو په وجه نیولی دی. د تیرې یکشنبې په ورځ په لاهور کې په یو ځانمرگي برید کې ٧٠ تنه ووژل شول.

د پاکستان د کرکټ بورډ ویاند نن پنجشنبې د اسوشیتید پرس اژانس ته وویل چې په دې هکله یې د افغانستان د کرکټ بورډ سره خبرې کړې وې، خو "اوس دغه سفر په هیواد کې د عمومي امنیتي وضیعت په خاطر لغوه شو."

د پاکستان د کرکټ بورډ پلان درلود چې په لاهور او کراچۍ کې د افغانستان د کرکټ ټیم په وړاندې درې یوه ورځنۍ لوبې وکړي. ټاکل شوی وه چې دا لوبې په لاهور او کراچۍ کې وشي چې یوه یې هم د پاکستان د A ټیم سره وه.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم اجرائیوي دایرکتر عزیزالله فضلي ویلي چې د پاکستان نه یې په دې سفر کې د افغان لوبډلې د امنیت د ضمانت غوښتنه کړې وه. هغه د پاکستان د کرکټ بورډ ځواب د " نه منلو" وړ بللی دی.

ښاغلی فضلي وایي چې "مونږ پاکستان ته بل وړاندیز وکړ چې دا لوبه دې په دوبۍ کې وشي، دا به ښه وي ځکه د دواړو هیوادونو زیات شمیر وگړي هلته ژوند کوي:" خو د هغه په وینا تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د ٢٠٠٩ کال راهیسې چې په لاهور کې د سریلانکا د کرکټ د ټیم پر بس موټر باندې برید شوی و د هغه وخت راهیسې تر اوسه په پاکستان کې د هیڅ بهرني ټیم سره عمده ټیست لوبه نه ده شوی، یواځې تیر کال زمبابوی په لاهور کې یوه ورځنۍ لنډه لوبه ترسره کړه.

This item is part of
XS
SM
MD
LG