د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید وضاحت ورکړي چې د کابل برید یي د کومو معلوماتو له مخې کړی

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د پاکستان پوځ په کابل کې د معتادینو پر مرکز له برید مخکې باید د ملکي وګړو د ژغورلو لپاره ټول "احتیاطي تدابیر" نیولي وای.

په څېړنیزو چارو کې د بخښنې د نړیوال سازمان ساحوي مرستیالې اېزابېل لاسي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د پوځ څخه غوښتي چې د کابل د برید په اړه پوره وضاحت ورکړی او په ډاګه کړي چې "دوي د کومو معلوماتو پر بنسټ اقدام کړی او د تائید لپاره یې کوم ګامونه اخیستي دي."

اعلامیه د پاکستان نه په ټینګه غواړي چې "د دې برید د شرایطو او په پایله کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه یوه خپلواکه، بې پرې او پر وخت پلټنه هم ترسره کړي" او پایله یې اعلان کړي.

د پاکستان پوځ د مارچ په ۱۶مه په کابل او ننګرهار کې هوایي بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې د امید د معتادینو د درملنې مرکز هم په نښه شو. د راپورونو له مخې، دغه روغتیايي مرکز او شاوخوا ودانۍ د څه ناڅه ۲۰۰۰ کسانو د ساتلو ظرفیت درلود.

طالبانو وویل چې په دې برید کې له ۴۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي وژل شوي او له ۲۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

دغه برید په کور دننه او بهر د ګڼو افغانانو او نړیوالو بنسټونو شدید غبرګونونه راوپارول. ملګرو ملتونو وویل چې په برید کې د ملکي وګړو د وژل کیدو پېښه باید د نړیوالو معیارونو سره سم په سملاسي او شفاف ډول وڅېړل شي.

ددې برید په غبرګون کې سپینې ماڼۍ د پاکستان او طالبانو څخه وغوښتل چې خپلې شخړې د خبرو او ډېپلوماسۍ له لارې حل کړي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي څانګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو په اړه امریکا غږ ته د یوې پوښتنې په ځواب کې په یوه استول شوي ایمیل کې‌ ولیکل: "متحده ایالتونه وضعیت له نژدې څاري او پاکستان او طالبان هڅوي چې په شخړو کې تازه زیاتوالی د خبرو او ډېپلوماسۍ له لارې حل کړي."

د هند حکومت هم دغه برید غندلی او دا یې یو وحشیانه او بی باکه تاوتریخوالی بللی دی.

د پاکستان حکومت په روغتون د بمبارۍ رپوټونه رد کړي او ویلي چې دوی یوازې پوځي تاسیسات او د ترهګرو زیربناوې په دقیقه توګه په نښه کړي خو د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې دغه برید د نړیوالو بشردوستانه حقونو له مخې، "جدي اندېښنې" راپارولې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG