د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي د ملت استاځو د ملت په رایوو تجارت پیل کړی


د ولسي جرګې ډیری غړي پر خپلو څوکیوو د استیضاح شویو وزیرانو پاته کیدل د معاملو پایله ګڼي او په همدغه دلیل د نورو وزیرانو د ایستیضاح لپاره له خپلو رایوو څخه منصرف شوي دي.

د افغانستان د کانونو ، اطلاعاتو او فرهنګ وزیران چې د ولسي جرګې د غړو له خوا ایستیضاح شوي وو ، د شنبې په ورځ د مثبتو رایوو د ترلاسه کولو وروسته بیرته پر خپلو دندو پاتي شول.

د کانونو وزیر وحید الله شهراني د ۱۳۳ تاييدي رایو او او د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین د ۱۳۲ تاییدي رایوو په اخیستو په خپلو پخوانیو دندو پاته شول . دغه کار د ولسي جرګې د ډیریو غړو سخته غوصه را وپارلوله ، دولسي جرګی غړي په خپلو دندو د دغو وزیران پاته کیدل د له شرمه ډکو معاملو پایله وګڼله.

په ولسي جرګې کې د کنړ ولایت استازي صالح محمد صالح د هغو استازو کړنې د ولسي جرګې د بد نامۍ سبب وګڼلې چې لومړی وزیران استیضاح کوي او وروسته بیا د معاملو وروسته د خپلو ژبو نه اوړي. ،،دلته ځیني کسان د معاملو لپاره بازار خلاص کړی دی چې خلک استیضاح کړي خو هماغه کسان بیرته ورسره جوړښټ کوي او د ناچیزه پیسو په اخیستو سره د ولسي جرګې د بد نامولو سبب کیږي. تیره ورځ د دغه وزیرانو نه د قناعت رایې کمې وې خو نن تاسو ولیدل چې د دړیریو رایې اوچته شوي وې. دغه کار د ولسی جرګی په حیثیت بد تاثیر وکړو .،،

په عین حال کې په ولسي جرګه کې د قندهار استازی لالی حمید زی د استازو د شنبې د ورځې کړنی په ولسي جرګې باندې د خلکو د اعتیبار د له منځه تللو سبب ګڼي. ،،نن هغه تجارتي مرجع خپل تجارت په اسنادو سره وښودله ، شنه کارتونه یی ورته پورته کړل ، دا دولسي جرګې لپآره د شرم خبره ده موږ په حکومت کې داسي کسان نلرو چی د دغه هیواد مسولیت دي په غاړه واخلي په ولسي جرګۍ کې بې مسولیته کسان دي چې د شخصي ، سیاسي او ګوندي ښیګنو لپآره یې د افغانستان ولسي جرګه وشرموله . د افغانستاتن خلکو ته تسلیت وایم چی نور پر ولسی جرګه باندې باور مه کوی نن دوي دا وښودله چی مقننه قوه هم په فساد کې غرقه ده نو خلکو ته وایم چې په راتلونکو انتخاباتو کې د مقننه قوې یا ولسي جرګی یا بیان د آزادۍ په نامه هیچا ته رایه مه ورکویْ. دا ولسي جرګه د افغانانو مشکل نه حلوی بلکې ستونزې ورته جوړوي.،،

دا په داسې حال کې ده چی د ولسي جرګې مصوبه په څرګندو ټکو وایي چې کله د رایو ورکولو د بهیر نتیجه کې د غړو قناعت حاصل نشي نو په هماغه مجلس کې د عدم اعتماد لپاره بیا رایې اخیستل کیږي.

خو د شنبې د ورځې په مجلس کې داسي ونه شول نو له همدې امله د ولسي جرګې غړي د نورو وزیرانو د ایستیضاح لپاره له خپلو رایو څخه منصرف شول . دوي وایي دا کار یې ځکه کړی دی چې پرته له دینه د ولسي جرګې غړي د ملت په رایوو تجارت کوي.

ولسي جرګې نږدې یوه میاشت دمخه د کابینی د ۱۱ وزیرانو د استیضاح غوښتنه کړې وه خو د ۶ وزیرانو د استیضاح د دغسې پایلو په راوتو سره د پاته ۵ نورو د استیضاح نه لاس په سر شول .

بهارت صابر - کابل
XS
SM
MD
LG