د لاس رسي وړ اتصالات

د ختیځ او جنوب قومي مشرانو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه


دغو قومي مشرانو له طالبانو او حکومت څخه وغوښتل چې د سولې لپاره اوربند وکړي
دغو قومي مشرانو له طالبانو او حکومت څخه وغوښتل چې د سولې لپاره اوربند وکړي

په کندهار کې د جنوبي او مشرقي ولایتونو د قبايلي مشرانو او د ولایتي شوراګانو د غړو په یوه غونډه کې د سولې د روانو خبرو د بریالیتوب لپاره، د بندیانو د خوشې کیدو او د اوربند غوښتنه وشوه.

په کندهار کې دا غونډه د خپل ډول لمړنۍ بلل کیږي چې ډېرو کسانو په کې د سولي په ننګ برخه اخیستې وه.

دا په کندهار کې د سولي په ملاتړ د ولسي غونډو په ترڅ کې تر ټولو لویه ناسته بلل کیږي چې له مشرقي څخه د ولسي مشرانو تر څنګ د ننګرهار، کنړ، نورستان او لغمان ولایتونو د ولایتي شورا ګانو رئیسانو او له جنوب څخه بیا د کندهار، زابل، اروزګان او هلمند ولایتونو ولایتي شورا ګانو او ولسي مشرانو برخه لرله.

دوی اوربند د سولي د پيل شویو مذاکراتو لپاره تر ټولو اړین وباله او په جګړه کې له ښکېلو غاړو څخه يې وغوښتل چې پدې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

محمد صافی د کنړ د ولایتي شورا غړی دی، هغه وايي "سوله په کيسو نه راځي. دا یو انقلاب غواړي، نور موږ د وژنو د زغملو توان نلرو! دا غږ د نر او ښځې دی. "

ویناوالو د حکومت او طالبانو ترمنځ هغه سرې کرښي نه منونکي وبللې، چي د سولي په وړاندي خنډ جوړوي.
د لوی کندهار د مشرانو په استازيتوب د زابل د ولايتي شورا رئیس عطا جان حق بیان خبرې وکړې او زیاته يې کړه د سولي په لار کي سرې کرښي جوړول یوازي د سولي په وړاندی خنډ جوړول دي.

هغه وویل "پر ټولو هغو سیاسي مشرانو غږ کوو چې سوله نور د ولسونو هیله ده او سوله غواړي او پر تاسو هم غږ کوو څوک چې د سولې په را وستلو کې یواځې هغه کسان خنډونه جوړويد چا چې شخصي ګټې په خطر کې وي، دا کسان به تاریخ ته بد نام وي. "

یو شمېر ويناوالو په غونډه کي د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان هغه څرګندوني هم وغندلې، چي د مداخلې په ډول يې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه کړې وې.

کندهار کې د ولس غږ د ټولنې غړی”تورن نیک محمد خروټي“ وویل "موږ ته دې څوک د ګاونډیو هیوادنو څخه لارښوونه نه کوي او نه دې هم زموږ سره د حکومت د جوړیدو پر شکل ږغیږي. د حکومت د جوړیدو مالکان موږ یو او د سولې مالکیت هم زموږ سره دی. "

د مشرقي او جنوبي ولایتونو د ولسي مشرانو دې غونډې ته هغه طالب چارواکي هم رابلل شوي وو چي د کندهار د مخکني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په هڅو د سولې له پروسې سره یو ځای شوي وو خو هغوی دې غونډه کې د رسنیو پر وړاندي را څرګند نشول.
د سولې سره یو ځای شوي دامخکني طالب چارواکې چې شمېر يې تر ۳۵ اوړي، اوس په کندهار کي عادي ژوند کوي. د غونډې په پای کې ۱۱ ماده ایز پرېکړه لیک کې د غونډې برخه والو د سولي د توافقاتو پر مهال لومړی د اوربند غوښتنه وکړه.

د عمومي بخښني تر عنوان لاندې د بنديانو خوشي کول، د تېرو کلونو د لاسته راړونو ساتل او بین الافغاني خبرو ته زمينه برابرول د غونډې د ګډونوالو نورې مهمې غوښتنې وې. د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هم سلګونه دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې د امن لپاره د اوربند د رامنځ ته کیدو غوښتنه وکړه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG