د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار وايي جګړه د افغانستان د دښمنانو په ګټه ده


ګلبدین نه دي ویلي چې د کومو داخلي ستونزو له کبله دغه تړون ځنډول شوی دی
ګلبدین نه دي ویلي چې د کومو داخلي ستونزو له کبله دغه تړون ځنډول شوی دی

حزب اسلامي ډله وايي له افغان حکومت سره د سولې د تړون لاسلیکولو ته چمتو ده او پر طالبانو یې هم د سولې غږ کړی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې له لوري رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویل شوي چې دغه ډله په افغانستان کې د سولې راوستلو ته هوډمنه ده او غواړي چې خپله وسله واله مبارزه ختمه کړي.

په اعلامیه کې د افغانستان د ملي یوالي حکومت تورن شوی چې د داخلي ستونزو له کبله یې له حزب اسلامي سره تړون ځنډول شوی دی.

ګلبدین حکمتیار ته منسوب په دغه اختریز پیغام کې ویل شوي "د حزب اسلامي او دولت تر منځ له نږدې دوو كلونو مسلسلو او سختو مذاكراتو وروسته؛ پر يوې مهمي معاهدې توافق وشو، پرېكړە دا وه چي تر اختر وړاندي د جمعې په ورځ لاسليك او اعلان شي، خو په آخري شېبو كي دولت يو ځل بيا د داخلي ستونزي له كبله دې ته اړ شو چي لاسليك وځنډوي".

خو، اعلامیې نه دي ویلي چې دغه داخلي ستونزې څه دي او یا د دغه تړون مخالفت څوک کوي.

ښاغلي حکمتیار هیله څرګنده کړې چې "د معاهدې په پلي كېدو سره به د هېواد روان بحران پاى ته ورسېږي". نوموړي ویلي که دغه تړون لاسلیک او پلی شو" د دولت له ټولو مخالفينو غواړو چي له دې بهير سره يو ځاى شي او خپل اهداف له سوله ييزي لاري تعقيب كړي".

ګلبدین حکمتیار، چې یو مهال یې له افغانستان څخه د بهرینو ځواکونو وتل د سولې لپاره مهم شرط باله، خو اوس یې دریځ ډېر نرم شوی او ټېنګار یې په دې چې باید ټولې ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې هوارې شي.

ښاغلي حکمتیار دا خبره هم کړې ده چې " د جنګ دوام د افغانانو په ګټه نه دی،نور نو په جنګ كي يوازې افغانان وژل كېږي او د افغانانو وطن ورانېږي".

په عمومي ډول ښاغلي حکمتیار په خپلې اعلامیې کې ډېر نرم غږېدلی او د سولې په راوستلو، د افغانانو ترمنځ په یوالي، د قانون په غښتلتیا او حاکمیت یې هم ټېنګار کړی دی.

په همدې حال کې په ارګ کې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وویل په دې خبرې کیږي، چې له حزب اسلامي سره د سولې تړون ارګ لاسلیک کړي که د سولې عالي شورا. دغه چارواکي همدغه کار د تړون د ځنډېدو علت وګاڼه.

لا تراوسه معلومه نه ده، چې د حزب اسلامي ډلې په استازیتوب به څوک دغه تړون لاسلیک کوي. ګلبدین حکمتیار د شوروي ځواکونو د یرغل پر مهال یو بانفوذه جهادي مشر بلل کېده، هغه د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته له افغان حکومت او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر ضد خپله وسله واله مبارزه روانه وساتله. خو، اوس وايي چې سوله ځکه کوي چې " د اسلام پيغمبر هم جنګ كړى هم سوله. "

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG