د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: له طالبانو سره د سولې خبرو کې کومه شخصي اجنډا نلرم


ښاغلی خلیلزاد وايي ټوله هڅه یې دا ده چې افغانستان کې سوله راشي
ښاغلی خلیلزاد وايي ټوله هڅه یې دا ده چې افغانستان کې سوله راشي

د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې هېڅ ډول شخصي اجنډا نلري.

ښاغلی خلیلزاد داسې مهال دا خبره کوي چې څو ورځې مخکې په واشنګټن کې د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محب، ښاغلی خلیلزاد تورن کړ چې له طالبانو سره په خبرو اترو کې خپلې شخصي ګټې لټوي او هڅه کوي چې د افغان حکومت مشروعیت زیانمن کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې رد کړې او وېې ویل چې پر ښاغلي خلیلزاد دا ډول نیوکه پر دغه وزارت نیوکه ده.

په خپله خلیلزاد له بي بي سي سره په تازه مرکه کې (پنجشنبه مارچ۲۸) وویل چې هغه د امریکا د استازي په توګه په افغانستان کې دسولې او ثبات ټېنګولو هڅې کوي.

هغه وویل "غواړم د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړم چې زه د ځان لپاره په افغانستان کې کوم شخصي پروګرام نلرم. زه د امریکا د حکومت له لوري مسول یم چې د امریکا په نمایندګۍ په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مرسته وکړم. داسې سوله چې د امریکا په ګټه وي او په آینده کې له افغانستان څخه امریکا ته کوم خطر پېښ نشي."

ښاغلي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره پنځه ځلې مخامخ خبرې کړي دي. وايي په خبرو کې پرمختګ شوی دی خو لا کوم توافق نه دی شوی.

همدا اوس ښاغلی خلیلزاد افغانستان او ځینو نورو هېوادونو ته په سفر دی چې طالبانو سره تر را روانو مذاکراتو د افغان حکومت او نورو دخیلو غاړو نظرونه او مشورې واخلي.

افغان حکومت ټېنګار کوي چې باید طالبان ورسره مخامخ خبرې وکړي، خو لا تر دې دمه دا کار نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG