د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي: د طالبانو او امریکا په خبرو کې 'پرمختگ' شوی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ په روانو خبرو کې "پرمختگ" شوی دی، خو ددغه پرمختگونو په اړه یې جزییات څرگند نکړل.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد د څه دپاسه دوو اونیو راهیسې د طالب استازو په دوحه کې په خبرو بوخت دی.

ددغې غونډې په هکله چې له تمې زیات دوام یې وکړ لږ جزییات بهر ته راوتلي دي ، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پدې غونډه کې د "پرمختگونو" د رامنځ ته کیدو خبره کوي.

ښاغلي قریشي د سه شنبې په ورځ (مارچ ١٢) په اسلام آباد کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره په یو گډ خبري کنفزانس کې وویل چې "پاکستان په افغانستان کې ټولې ډلې هڅولي چې سره کښیني او بامفهومه بین الاافغاني خبرې وکړي".

سره له دې چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه پر "بین الافغاني خبرو" ټینگار کوي، طالبانو تر اوسه د افغانستان د حکومت سره له مستقیمو خبرو کولو ډډه کړې ده.

ښاغلی قریشي دا خبره په داسې حال کې کوي چې پدغو خبرو کې دخیلو دوو اړخونو طالبانو او امریکا په خبرو کې د پرمختگ په هکله تر اوسه څه ندي ویلي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب هم د دوشنبې په ورځ (مارچ ١١) د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته په خبرو کې وویل د افغان حکومت سره د طالبانو مستقیمې خبرې یوه بیړنۍ اړتیا وگڼله، خو وویل چې "طالبان د سولې له فرصتونو په ګټنه کې پاتې راغلي دي."

خو ښاغلي محب زیاته کړه " مونږ له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتووالی لرو. که طالبان په رښتیا هم سوله غواړي، هغوی یې باید عمل کې ثابته کړي. نه دا چې د بې ګناه خلکو او د امنیتي ځواکونو پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي."

د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې امریکا له پاکستان غوښتي چې د طالبانو سره په خبرو کې مرسته وکړي چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جگړه یې پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG