د لاس رسي وړ اتصالات

محب: خلیلزاد په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو په لټه کې دی


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب زلمی خلیلزاد د افغانستان حکومت د «څنډې ته کولو» د «مشروعیت اخیستلو» او طالبانو ته په مشروعیت ورکولو تورن کړ.

که څه هم افغان چارواکو تر دې مخکې هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو په اړه یو ډول نارضایتي ښودلې، خو د یو لوړپوړي افغان چارواکي په توګه د حمد الله محب تازه څرګندونې د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې له طالبانو سره د سولې خبرو مشري کوي ښکاره انتقاد دی.

عبدالله: د قطر خبرو په اړه هم خوشبیني او هم اندېښنې شته

داودزی: قطر کې د بندو دروازو تر شا خبرې افغانانو ته د اندېښنې وړ دي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی دی، د تېرې پنجشنبې په ورځ د «کب ۲۳مه» په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره خبرو کې د افغانستان حکومت په «څنډې ته کولو» سره خپلې «شخصي ګټې» لټوي.

محب وویل:"فکر کوم شاید (په مذاکراتو کې) شخصي اهداف شتون ولري، ځکه(د دغه بهیر په اړه) د معلوماتو او اطلاعاتو کمښت شتون لري."

قطر کې د پنځم پړاو خبرو بهیر انځور
قطر کې د پنځم پړاو خبرو بهیر انځور

حمد الله محب همدارنګه په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د مذاکراتو پر بڼې په سخت انتقاد سره وویل چې په دغه مذاکراتو کې «هېڅ ډول روڼتیا» شتون نه لري.

محب زیاته کړه چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا د خبرو په اړه له افغان حکومت سره مشوره نه کوي هغه وویل:"موږ «د دغو مذاکراتو» په اړه ډېر لږ معلومات لاسته راوړو... تر ټولو وروستي کسان چې د دغو خبرو په اړه خبرېږي موږ یو«د افغانستان حکومت»"

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امریکا د ټولو ځواکونو عمومي‌قوماندان جوزیف ووټل ویلي چې د قطر د مذاکراتو جریان له ولسمشر غني سره شریک کېږی او نوموړی ورڅخه ملاتړ کوي.

همدارنګه حمد الله محب زلمی د خلیلزاد په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو په هڅه تورن کړ هغه وویل:"د خلیلزاد سابقې په ته کتنې، د هغه شخصي سابقه، هغه په افغانستان کې د اهدافو په لټه کې دی، هغه «خلیلزاد» دوه ځله غوښتل چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي... په افغانستان کې د افغان حکومت تر منځ د خلکو فکر دادی چې ممکن د دې ټولو خبرو هدف د یو موقتي حکومت رامنځته کول وي چې هغه «خلیلزاد» چې وایسرای اوسي« چې په سر کې ځای ولري»"

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وویل چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د اوږدو خبرو په تر سره کولو د افغانستان حکومت چې د ښاغلي محب په وینا د »واشنګټن له نژدې او باور وړ متحدینو« څخه دی څنډې ته کړی دی او "دښمن ته چې زرګونه امریکايان او افغانان یې وژلي دي" مشروعیت ورکوي.

  • د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د حمدالله محب احضارول

د خلیلزاد په اړه تر تندو څرګندونو وروسته څو ساته وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حمدالله محب دغه وزارت ته احضار کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په سیاسي چارو کې د دغه وزارت مرستیال دیوید هیل له حمدالله محب سره لیدنه کې له طالبانو سره د امریکا د خبرو په اړه د حمدالله محب انتقادونه رد کړل.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

​په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ته وویل چې زلمی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر استازی دی او" پر سفیر خلیلزاد حمله د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت حمله ده" او زیاته کړې ده چې دا ډول څرګندونې د امریکا او افغانستان حکومت ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې او د همدارنګه د سولې په بهیر کې د «ستونزې» رامنځته کولو لامل ګرځي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر پنځم پړاو مذاکراتو وروسته چې ۱۶ ورځې دوام وکړ، په داسې حال چې مخکې به د یادو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته کابل تلی د نور کله خلاف واشنګټن ته ولاړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د دوحې پنځم دور مذاکرات پر یوې مسودې باندې په توافق ختم شول.

د یادو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته زلمي خلیلزاد وویل:

"هر کله چېد ځواکونو د وتلو مهالوېش او د ترهګرۍ د مخنیوي پر اغیزناکو اقداماتو موافقه وشوه، بیا به د افغان حکومت په ګډون طالبان او نور افغانان د سیاسي تفاهم او هر اړخیز اوربند په اړه بین-الافغاني مذاکرات کوي."

ښاغلي خلیلزاد همدغه راز لیکلي دي "سوله د څلورو مسایلو په اړه توافق ته اړتیا لري. د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه ډاډ، د ځواکونو وتل، بین الافغاني-مذاکرات او هر اړخیز اوربند".

افغان حکومت لومړی یادو پنځم پړاو خبرو کې د پرمختګونو په اړه خوشبیني ښودلې وه.

امریکا او طالبانو په "یوې مسودې" موافقه کړې

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له امریکا سره د خبرو په اړه خوشبیني ښودلې او زیاته کړې ده چې افغانان باید د دغو خبرو په اړه اندېښنه ونه لري.

XS
SM
MD
LG