د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د امریکا سره خبرو لپاره استازي ټاکي


طالبان غواړي د مذاکراتو په لمړي پړاو کې له بند نه د یو شمیر طالب بندیانو پر آزادولو موافقه وشي.

رویټرز خبري آژانس د دوو طالب چارواکوله خولې لیکلي چې طالبان به په دغه مذاکراتو کې د طالب بندیانو د خوشې کیدو وړاندیز وکړي.

همدغو چارواکو ویلي چې طالبان اوسمهال د یو درې یا څلور کسیزه پلاوي په جوړولو بوخت دي چې ډیر ژر له امریکايي استازو سره خبرو ته کښیني.دوي دغه راز ویلي چې که د مذاکراتو پدغه پړاو کې پرمختګ وشي، نو طالبان به له امریکا سره پر نورو مهمو مسایلو هم خبرو ته چمتو شي. افغان حکومت او د سولې عالي شورا تر اوسه د طالبانو او امریکايي استازو د ممکنه راتلونکو مذاکراتو په هکله څه ندي ويلي. امریکايي چارواکو هم د دې مذاکراتو په هکله څه ندي ویلي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر تیره اونۍ افغان-امریکايي دیپلمات زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په چارو کې د خپل سلاکار په توګه وټاکه.

XS
SM
MD
LG