د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو "سرې ډلې" پوښتنې رامنځته کړي


چارواکي وايي ورپکي په غلچکیو بریدونو کې نایټ ويژن وسایل کاروي
چارواکي وايي ورپکي په غلچکیو بریدونو کې نایټ ويژن وسایل کاروي

په پرمخ تللو جنګي تجهیزاتو سمبال طالبانو لسګونه افغان پولیس په کندهار او فراه کې وژلي.

شب-بینې عینکې، امریکايي ام-۴ ټوپکونه، روسي کلاشینکوفونه، ایراني او پاکستاني بمونه او راکټونه او زغره وال موټران – دا د طالبانو د یوې نوې ډلې هغه تجهیزات دي چې په مټ یې دا اونۍ په دوو شپو کې تر ۲۲ ډیر افغان پولیس په کندهار او فراه ولایتونو کې ووژل.

نیویارک ټایمز ورځپاڼۍ په یوه راپور کې دغه طالب جنګیالي د "سرې ډلې" په نوم یاد کړي چې اوږده کمیسونه اغوندي او لونګۍ یې پر سر وي. کله ناکله په بریدونو کې پیک اپ ټرکونه او مرمرۍ ضد موټر هم استعمالوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نیویارک ټایمز ته ویلي "اورپکي په غلچکیو بریدونو کې نایټ ويژن وسایل کاروي، چې ډېر اغیزناک دي. تاسو په دغو عینکو سره خپل دښمن لیدلی شئ، خو هغوی تاسو لیدلی نشي". نایټ ويژن هغه ځانګړې عینکې دي چې دشپې په تیاره کې هر څه پرې لیدلی شي.

له کومه؟

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې دا وسلې او تجهیزات یې له افغان ځواکونو سره په جنګ کې ترلاسه کړي دي.

افغان چارواکي وایي دا ډول پرمختللې وسلې یوازې ځانګړي افغان ځواکونه کاروي، خو وايي دغو ځواکونه هیڅکله خپلې وسلې او تجهیزات دښمن ته ندي پریښي.

افغان چارواکي وايي د ځانګړو ځواکونو وسلې امریکايي دي، خو طالبان چې کومې وسلې کاروي، په ایران، روسیې او پاکستان کې جوړې شوي دي.

چارواکي وایي د ام-۴ ټوپک لپاره نښه وېشتونکی کیمره او لیزر د پاکستان د وسلو خرڅولو په تورو بازاونو کې په ۵۰۰۰ ډالرو خرڅیږي چې طالبان یې په اسانه پېرودلی شي.

امریکایي چارواکي شک لري چې روسیه او ایران له طالبانو سره د وسلو مرسته کوي، خو هغوې دا تورونه نه مني.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش نیویارک ټایمز ته وویل چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي چې ورسره د افغان پولیسو تلفات هم زیات شوي دي.

تېرکال ۶۷۰۰ افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول، چې ډېر یې پولیس وو.

XS
SM
MD
LG