د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له پاکستان نه ۷۵ طالبان غواړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته په خپل وروستی سفر کې دا لست پاکستان ته سپارلی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته په خپل وروستی سفر کې دا لست پاکستان ته سپارلی دی

پاکستاني چارواکي وایي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته د ۷۵ترهګرو نوملړ رسپارلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف وايي په نوملړ کې ډېر داسې طالبان شته چې د افغانستان تش په نامه والیان دي او په خبره یې د ځینو داسې کسانو نومونه هم شته چې ژوندي ندي. ښاغلي آصف وویل په دغو کسانو کې د حقانې ډلې د مشر جلال الدین حقاني د یو زوی نوم هم شته.

امریکايي چارواکو لا تراوسه د دغه نوملړ په اړه هیڅ ندي ویلي.

وزیر محمد اصف وویل په دغو کسانو کې یې ډېر له "پاکستان سره کوم تعلق" نلري. هغه د دغو کسانو نومونه په ډاګه نکړل، خو وویل چې دا نوملړ ورته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن اسلام اباد په خپل تازه سفر کې سپارلی دی.

د امریکا غږ د ډیوې راډیو وايي چې ښاغلي آصف د پاکستان پارلمان ته دا هم وویل چې ښاغلی ټیلرسن "د پاکستان وایسرا (حاکم) ندی" او پاکستاني حکومت یوازې خپل ولس ته حساب ورکوي.

پداسې حال کې چې افغان او امریکايي چارواکي پر پاکستان نیوکې کوي چې پخپله خاوره کې یې طالب جنګیالو او نورو ورانکارو ډولو ته پناه ورکړې او د افغانستان په ضد يې کاروي، خواجه محمد اصف ټینګار وکړ چې هیواد یې پر افغان طالبانو هیڅ واک نلري.

څه باندې دوه کاله وړاندې د طالبانو پخوانی مشر، ملا منصور، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوې امریکايي الوتکې په برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG