د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان او پاکستان کې د ماشومانو دپاره د ګوزڼ ضد کمپاین پیل شو

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره په ټول هیواد کې د واکسین درې ورځني کمپاین پیل شوی چې د ملګرو ملتونو په وینا دا ځل به نږدې دیارلس میلیونه له پنځو کالونو کمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یا یونیسف د اکس په شبکې کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد کمپاین پیل کیدو خبر ورکړی او ورسره یې د میندو پلرونو، ټولنې د مشرانو، د کورنیو د سرپرستانو او د ټولنې له ټولو غړیو غوښتي چې پدې کمپاین کې مرسته وکړي تر څو د هغوي په وینا هیڅ ماشوم د واکسین پرته پاتې نشي.

یونیسف لیکلي چې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو په ناروغۍ تر اخته کیدو وروسته، هیڅ درملنه نلري خو مخنیوی یې کیدلی شي.

دا ناروغي په ماشومانو کې د دایمي فلج کیدو سبب کیږي.

د یونسیف ادارې ویلي چې د واکسین یوازې دوه څاڅکي د یوه ماشوم ژوند ژغورلی شي او د ولس څخه د مرستې په برخې کې یې لیکلي چې " په ګډه مونږ کولی شو چې ګوزڼ له منځه یوسو".

دا په روان میلادي کال کې د پولیو ضد لومړنی کمپاین دی چې د ملګرو ملتونو په وینا د روانې اپریل میاشتې په ۱۳ مې نیټې پیل او په ۱۶ مې نیټې به پای ته ورسیږي.

یونسیف ویلي پلان دی چې پدې پسرلني کمپاین کې په ټول افغانستان کې ۱۲.۶ ملیونه ماشومان چې عمرونه تر پنځو کالونو کم وي، د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکي ورکړل شي.

په عین حال کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د بامیان، ډایکنډي او غور ولایتونو پرته چې هوا پکې نامساعده ده، په ټول افغانستان کې به د ماشومانو ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاین پیل شي.

د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو ویروس په ټولې نړۍ کې له منځه تللی. افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې لا هم دا ویروس پکې ماشومان فلجوي.

د یونیسف اداره وایي چې د پولیو ضد واکسین په مخکې د پرتو خنډونو له کبله پدې ندي توانیدلي چې لدې ګاونډیو هیوادونو د پولیو ویروس له منځه یوسي.

ملګرو ملتونو اندیښنه ښودلې چې پدې تیرو دریو کالونو کې په افغانستان د پولیو پیښې ډیرې شوې او آن هغو ولایتونو کې مثبتې پیښې ثبت شوي چې تر دې وړاندې لدې ویروس څخه پاک اعلان شوي و.

د یونسیف پر وینا د پولیو اکثریت پیښې د افغانستان، په جنوب، جنوب ختیځ او ختیځو ولایتونو کې ډیرې شوي او وایي چې سیاسي بې ثباتي او د اوږدې مودې شخړې د بشري ناورین سبب شویدي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د روان کال د فبروري میاشتې په ۲۴ مې هم په ۱۶ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځینی کمپاین پیل کیدو خبر ورکړی.

د وزارت چارواکو ویلي و چې پلان یې درلود پدې کمپاین کې یې د ۶.۳ میلیونو ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړي او د دیني عالمانو او قومي مشرانو یې غوښتي و چې د کمپاین د ښه تطبیق په برخه کې دې د روغتیايي ټیمونو سره مرسته وکړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پیښې ثبت شوي، چې په تیرو څلورو کلنو کې تر ټولو لوړ شمیر دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت دا شمیر نه مني او ادعا کوي " په هیواد کې د پولیو هیڅ پیښه نه ده ثبت شوې."

پاکستان، چې د افغانستان ګاونډی دی، سږ کال د پولیو یوه مثبته پېښه راپور کړې ده. تېر کال، په دغه هېواد کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۳۱ پېښې ثبت شوې وې.

تمه کېږي چې د پولیو سراسري واکسیناسیون به په پاکستان کې د وري/حمل له ۲۴ څخه تر ۳۰ پورې ترسره شي.
په همدې مناسبت د پاکستان د جمهور رئیس، لور آصفه بهوټو زرداري په یوه بیان کې ویلي چې د پولیو واکسین کمپاین به د افغانستان سره په همغږۍ کې ترسره شي، چې د پولې هاخوا د پولیو ویروس د لیږد د مخنیوي او پاتې تشو د ډکولو لپاره د دواړو هېوادونو ګډې ژمنې منعکس کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG