د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د مې په په اومې نيټې په ټول افغانستان کې د گوزڼ ضد کمپاين پيل کړی.
د عامې روغتيا وزارت د واکسين د کمپاين د څانگې مسوول ډاکتر ميوند احمدزي امريکا غږ اشنا راډیو ته د روان کمپاين په هکله وويل
د عامی روغتيا وزارت د پلان له مخې به په روان کمپاين کې ٩،٩ ميلونه ماشومانو ته به د گوزڼ ضد دوه څاڅکي ورکړل شي.
ډاکتر احمدزي د گوزڼ ضد روان کمپاين کې د ستونزو يادونه وکړه او ويی ويل:
« په تيرو دوو کلونو کې دا اول ځل دی چې د دولت مخالفين په پراخه پيمانه ، زيا شمير ولسواليو کې کمپاين ته اجازه نه ورکوي».
له بده مرغه د کندهار او هلمند ولايتونو کې په زرگونو ما شومان له واکسینه پاتې دي ،اروزگان ولايت کې له سره کمپاين ته اجازه نه ده ورکړل شوی .
په افغانستان کې د گوزڼ د پيښو د مخنيوي په هدف هرکال ٩ کمپاينونه تر سره کيږي چې دری يې سرتاسري اوپاتې نور يې په هغو سيمو کې تر سره کيږي چې د گوزڼ له خطر سر مخ وي.
د روان کمپاين په هکله د ډاکتر میوند احمد زي مرکه دلته اوريدلائ شئ.