د لاس رسي وړ اتصالات

آیا افغان حکومت له سیاسي کړکیچ سره مخامخ دی؟


ولسمشر غني تېره ورځ د لویې مشورتي جرګې د جوړولو امر وکړ
ولسمشر غني تېره ورځ د لویې مشورتي جرګې د جوړولو امر وکړ

ولسمشر محمد اشرف غني پداسې حال کې د لویې جرګې د رابللو غوښتنه کړې چې امریکايي چارواکو له طالبانو سره د سولې خبرې چټکې کړې دي.

په همدې حال کې د ولسمشر لخوا د ټاکنو په قانون کې د یو لړ بدلونونو سره سم د ټاکنو د کمیسیونو غړي پداسې حال کې له دندو ګوښه شوي چې د ولسي جرګې ټاکنې پایلې ندي اعلان شوي.

تر دې مخکې ولسمشر غني د اجرايي ریاست لومړی مرستیال محمد محقق له دندې لېرې کړ خو اجرایي رئیس عبدالله او ښاغلي محقق دا پرېکړه ونه منله.

دا او ځینو نورو سیاسي تغیراتو دا اندېښنې پیدا کړي چې ګواکي افغان حکومت له یو لړ سیاسي کشمکشونو سره لاس او ګریوان دی.

جعفر هاند د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وپوښت چې آیا رښتیا هم افغان حکومت له "سیاسي کړکیچ" سره مخامخ دی او د اوسنیو حالاتو د مدیریت لپاره څه باید وشي؟

د هغه مرکه دلته واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:10:30 0:00

XS
SM
MD
LG