د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو افغان حکومت سره بندي انس حقاني د خبرو مرکچي ټاکلی


انس حقاني په ۱۳۹۳ کال کې نیول شوی دی
انس حقاني په ۱۳۹۳ کال کې نیول شوی دی

طالبانو له امریکا سره د بل پړاو خبرو لپاره د ۱۴ کسانو یو لست خپور کړی دی چې د انس حقاني نوم هم په کې دی.

افغان حکومت په ۱۳۹۳ کال کې انس حقاني د حقاني شبکې د یو بل مهم قوماندان حافظ رشید سره یو ځای ونیوی. دی د حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني زوی دی. افغان حکومت وايي د ښاغلي حقاني د خوشي کولو په اړه یې هېڅ پرېکړه نه ده شوې.

طالبانو د سې شنبې په ورځ د «سلواغې ۲۳مه» له امریکا سره د راتلونکو مذاکراتو لپاره د عباس ستانکزي په مشرۍ نوی ۱۴ کسیز ټېم اعلان کړ.

په داسې حال کې چې تمه ده کېده له امریکا سره د طالبانو د راتلونکو خبرو مشري به ملا غبدالغني برادر کوي، خو طالبانو ویلي چې د دغه مرکچي پلاوي مشري شیر محمد عباس ستانکزي ته سپارل شوې.

په دغه نوي مرکچي پلاوي کې د ګوانټانامو څلور پخواني طالب زندانان هم شامل دي.

بیان وايي، چې مولوي ضیاء الرحمن مدني، عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، امیر خان متقي، ملا فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخوا، مولوي مطیع الحق،ملا محمد انس حقاني، ملا نور الله نوري، مولوي محمد نبي عمري او عبدالحق وثیق یې غړي دي.

د طالبانو په دغه ۱۴ کسیز مرکچي پلاوي کې د حقاني شکبې د مشر مولوي‌ جلال الدین حقاني زوی انس حقاني‌ چې دا مهال په کابل کې بندي دی هم شامل دی، طالبانو ویلي چې نوموړی په مذاکراتو کې د ګډون په هدف باید خوشي شي.

پر همدې مهال د افغان ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري پر خپل ټوېټر لیکلي چې انس حقاني دامهال په زندان کې دی او خلاصولو په اړه یې هېڅ تصمیم نه دی نیول شوی.

​طالبانو همدارنګه زیاته کړې چې له امریکا سره د دوی مذاکرات روان دي او نوی ټاکل شوی پلاوی به دغه مذاکراتو ته دوام ورکړي.

طالبان پر داسې مهال دنوي مرکچي پلاوي‌ اعلان کوي چې د افغان سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تازه افغانستان او اروپا ته پنځم سفر پیل کړی دی.

زلمي خلیلزاد تېره جنورۍ میاشت په قطر کې د طالبانو له استازو سره تر ټولو اوږدې شپږ ورځنۍ خبرې وکړې چې ښاغلي خلیلزاد په یادو خبرو کې پر مهمو مسايلو د پرمختګ خبر ورکړ خو زیاته یې کړه چې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

د معلوماماتو له‌مخې اوربند له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ مذاکرات کول او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل هغه لوی مسايل و چې امریکايي پلاوي‌ او په قطر کې د طالبانو د دفتر استازو ورباندې شپږ ورځنۍ خبرې وکړې.

ټاکل شوی زلمی خلیلزاد روان میاشت یو ځل بیا له طالبانو سره وګوري
ټاکل شوی زلمی خلیلزاد د خپل پنځم سفر په ترڅ کې د روانې فبرورۍ میاشتې په اوږدو کې یو ځل بیا په قطر کې د طالبانو له استازو سره غونډه وکړي.

افغان حکومت تل له قید او شرط پرته له وسله والو طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی او وړمه ورځ ولسمشر غني وویل چې حاضر دی په افغانستان کې طالبانو ته سیاسي دفتر پرانیزي، خو طالبان د مذاکراتو اصلي لوری امریکا یادوي او د مخامخ مذاکراتو په اړه یې د افغان حکومت وړاندیز رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG