د لاس رسي وړ اتصالات

د ارګ یوې کوټې کې قیمتي ډبرې موندل شوي


ارګ وايي په دغو ډبرو کې لاجورد، ګرانیت، عقیق، امتیست، بریل، میکرولیت او نور شامل دي
ارګ وايي په دغو ډبرو کې لاجورد، ګرانیت، عقیق، امتیست، بریل، میکرولیت او نور شامل دي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د ارګ په یوې خونې کې قیمتي ډبرې له پېژندلو وروسته خوندي شوې.

دغه ډبرې د ارګ روازې ته څیرمه په یوې خونې کې موندل شوې او د ارګ د یوې خبرپاڼۍ له مخې د " یادو ډبرو اندازه او کیفیت په دقیقه توګه معلوم نه دی، خو بېلابېل ډولونه لکه لاجورد، ګرانیت، عقیق، امتیست، بریل، میکرولیت، تخنیکي تورمالین او میده دانې بیروج او نور ډولونه لري".

د اعلامیې له مخې دغه قېمتي ډبرې د "تېرو حکومتونو پرمهال له هېواده بهر د قاچاقو پرمهال ضبط شوي دي چې د ضبط کولو جریان اسناد یې" هم شته.

ارګ وايي دا قیمتي ډبرې د ارګ په یوې خونې کې موندل شوې دي
ارګ وايي دا قیمتي ډبرې د ارګ په یوې خونې کې موندل شوې دي

ارګ وايي په ۱۳۷۱ کال کې د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د دغو کانونو د ساتلو په ځای کې راکټ ولګېده چې بیا یې دا ډبرې ارګ ته ولېږدول. دا هغه وخت و چې کابل کې د جهادي ډلو ټپلو ترمنځ جنګ روان و.

ارګ نه دي ویلي چې د دغو قیمتي ډبرو ارزښت څومره دی او دا چې کله او چا یې د قاچاق کولو هڅه کوله. پ

ارګ نه دي ویلي چې د دغو ډبرو ارښت څومره ده
ارګ نه دي ویلي چې د دغو ډبرو ارښت څومره ده

و او روانو جنګونکو کې د دغه هېواد ډېر تاریخي اثار او طبعي زېرمې قاچاق شوې.

همدا اوس ویل کیږي د افغانستان په ځینو سیمو کې طبعي زیرمې په ناقانوه توګه کېندل کیږي او قاچاق کیږي.

XS
SM
MD
LG