د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د رحمن بابا د قبر ورانی غندلی


د رحمن بابا د قبر تیږه په ١٩٥٠ کال کې د افغانستان د وخت د پاچا محمد ظاهرشاه له لورې ډالۍ شوې وه
د رحمن بابا د قبر تیږه په ١٩٥٠ کال کې د افغانستان د وخت د پاچا محمد ظاهرشاه له لورې ډالۍ شوې وه

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال په خپل ټویټر کې د "رحمن بابا" د مقبرې د ورانیدو په خبر سخته اندیښه ښودلې او دا کار یې سخت غندلی دی.

ښاغلي زاخیلوال خپله دغه اندیښنه د ټویټر په یو پیغام کې څرگنده کړې ده.

د رپوټونو له مخې ناپیژاندو کسانو په پیښور کې د پښتو ژبې د صوفي شاعر رحمن بابا قبر وران کړی او د هغه د قبر تیږه یې غلا کړې ده.

د رحمن بابا د قبر تیږه په ١٩٥٠ کال کې د افغانستان د وخت د پاچا محمد ظاهرشاه له لورې ډالۍ شوې وه.

د پیښور د کمیشنر مرستیال سردار ثاقب رضا د پاکستان اکسپرس تربیون ورځپاڼې ته ویلي دي چې سیمه ییزو سرچینو ورته د پیښې رپوټ ورکړی او په اړه یې د پلټنو امر کړی دی.

ښاغلي رضا ددې رپوټ په تائید ویلي دي چې "د رحمن بابا د قبر تیږه چې د افغانستان د پاچا محمد ظاهر شاه له لورې ډالې شوې وه او پرې د هغه شعرونه مرغلرې او مرجان حک کړای شوي وو، غلا شوې ده".

هغه دا هم ویلي چې د رحمن بابا د قبر ځنې نورې قیمتي ډبرې څو کاله دمخه غلا شوي دي.

د ٢٠٠٩ کال په یو تصویر کې هم د عبدالرحمن بابا د مقبرې ورانیدل انځور شوي دي
د ٢٠٠٩ کال په یو تصویر کې هم د عبدالرحمن بابا د مقبرې ورانیدل انځور شوي دي

رحمن بابا د پښتو ژبې خورا مشهور شاعر دی چې د مغلو د واکمنۍ پر وخت یې په پیښور کې ژوند کاوه. رحمن بابا او خوشحال خان خټک د پښتو ژبې تر ټولو متنفذ شاعران وو. د رحمن باب ځنې اشعار د افغانستان د معارف تعلیمي نصاب کې ځای کړای شوي او د ښوونځیو په پښتو لوست کې تدریس کیږي.

XS
SM
MD
LG