د لاس رسي وړ اتصالات

څه چې پیښ شول: په ژوندۍ بڼه د جمهوري ریاست د انتخاباتو پوښښ

د افغانستان د ١٣٩٨ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په هکله معلومات دلته لوستلی او کتلی شئ.


په کابل کې د امریکا سفارت افغانانو ته د انتخاباتو مبارکي ورکړې. د سفارت په ټویټر کې لیکل شوي " افغانانو د ستونزو او ګواښونو په مقابل کې زړه ورتیا وښوده او خپل دیموکراتیک حق یې ادا کړ. "

سفارت همدارنګه ویلي تر څو چې د انتخاباتو نتیجه معلومیږي،" مونږ د ټولو خواوو نه د آرامۍ غوښتنه کوو. "

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو نن شنبه په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو د رایو ورکولو ۷۵مرکزونو ته نژدې ۶۸ بریدونه کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي نن شنبه د ولسمشریزو ټاکنو تر پای ته رسېدو وروسته وویل، چې د تاوتریخوالې ددغه پېښو زیاته برخه په تخار، لوګر، کونړ، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، کندهار، بدخشان او کندز ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه بریدونو کې، د راکټونو توغول، د ماینونو چاودنې او د مخالفینو لخوا د لارو بندول هم شامل و.

هغه وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د دې سره سره پر زیاتو ټاکنیزو مرکزونو د وسله والو مخالفینو د زیاتو بریدونو او ماین چاودنو مخه ونیوله.

ښاغلي اندرابي وویل، چې د نننیو امنیتي تدابیرو پرمهال د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې دوه افغان پولیس وژل شوي، یو سیمه ییز پولیس او دوه ملي اردو او ۳۷ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

هغه وویل، چې د رای ورکولو ۴۹۴۲ مرکزونه د رای ورکوونکو پر مخ پرانیستل شوي او ۴۶۸ نور مرکزونه د ناامنیو له امله تړل شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل پلان دریمې برخې ته داخل شوي چې له پلان سره سم به ټاکنیز مواد تر مرکزونو پورې ورسوي.

دغه کنفرانس ته د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد هم وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو زیات بریدونه خنثی کړل.

افغان ولسمشریزې ټاکنې
افغان ولسمشریزې ټاکنې

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکولو بهیر نن شنبه د ماځیګر پنځه بجې رسماً پای ته ورسېد.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا عالم نورستانۍ د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د ټاکنو بهیر د پای ته رسېدو د اعلان پر مهال وویل، چې یوازې به د رایو ورکولو هغه مرکزونه چې خلک یې اوس هم په لینونو کې ولاړ وي خلاص وي.

نوموړي زیاته کړه، چې نن شنبه په ټول افغانستان کې د رای ورکولو ۹۸سلنه محلونه د رای ور کوونکو پر مخ خلاص و او همدارنګه په یادو مرکزونو کې د ټاکنو ۹۹ سلنه کار کوونکو حضور درلود.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې همدارنګه زیاته کړه، چې د دې ترڅنګ د رای ورکولو ټولو مرکزونو ۹۸ سلنه حساس او غیر حساس مواد هم رسېدلي و او ترڅنګ یې په ټولو مرکزونو کې د بایو مټریک دستګاوې موجودې وې.

افغان ولسمشریزې ټاکنې
افغان ولسمشریزې ټاکنې

نوموړي زیاته کړه، چې د یادو ټاکنو د امنیت په هدف ۹۵ امنیتي سرتېرو شتون درلود.

په افغانستان کې د رای ورکولو بهیر نن شنبه سهار اوه بجې پیل شوی و.

د انتخاباتو د شکایتونو اوریدو کمیسیون د خلکو نه غوښتي دي چې مرکز او ولایتونو کې دې خپل شکایتونه تر راتلونکو اته څلویښت ساعتونو پورې ثبت کړي. کمیسیون وایي چې د خلکو مسؤلیت یوازې د رایو ورکول ندي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG