د لاس رسي وړ اتصالات

څه چې پیښ شول: په ژوندۍ بڼه د جمهوري ریاست د انتخاباتو پوښښ

د افغانستان د ١٣٩٨ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په هکله معلومات دلته لوستلی او کتلی شئ.

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رای ورکولو مرکزونه د سهار د ٧ بجو څخه د ماسپښین د ٣ بجو پورې د رای ورکوونکو لپاره پرانستي دي. په یو شمیر ولایتونو کې خلک د مرکزونو له پرانستلو دمخه په کتارونو کې ولاړ دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ړنګیدو نه پس د جمهوري ریاست انتخاباتو لنډه تاریخچه:

د امریکا په متحده ایالاتو د سپټمبر د یوولسمې بریدونو نه وروسته د امریکا جمهور رئیس جورج ډبیلو بوش د "ترهګرۍ ضد" جګړه پیل کړه او د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومې په افغانستان هوایي بریدونه وکړل او په نتیجه کې د طالبانو رژیم ړنگ شو.

په ٢٠٠١ کال کې د بن د کنفرانس نه وروسته حامد کرزی د موقتې حکومت مشر وټاکل شو.

د ۲۰۰۴ کال د اکټوبر په ۹مې د لومړي ځل لپاره د جمهوري ریاست انتخابات وشول او حامد کرزي ۵۵ په سلو کې رایې وګټلې. پدې انتخاباتو کې ۷۰ په سلو کې خلکو برخه اخیستې وه.

پنځه کاله وروسته د ۲۰۰۹ کال د اګسټ د میاشتې په ۲۰ مې د جمهوري ریاست دویم انتخابات وشول او حامد کرزي یو ځل بیا دغه انتخابات وګټل. د طالبانو د ویرې له وجې پدغو انتخاباتو کې ۳۰ یا ۳۳ په سلو کښې خلکو برخه اخیستې وه.

د ۲۰۱۴ کال د جون د میاشتې په ۱۴مې جمهور رئیس محمد اشرف غني انتخابات وګټل او جمهور رئیس وټاکل شو. غني په انتخاباتو کې ۵۶ په سلو کې رایې ګټلې وې.

او دادې نن د جمهوري ریاست د څلورمې دورې انتخابات روان دي.

د بلخ ولایت د انتخاباتو د کمیسیون رئیس ایوب بیاني، امریکا غږ ته وویل چې پدې ولایت کې د رایې ورکونې د ۳۱۵ مرکزونو د جملې نه ۱۵۸ یې پرانیستي دي او نور یې د امنیتي ستونزو له وجې بند دي.

د رایو تړل شوي مرکزونه د دې ولایت په نهو ولسوالیو کې دي چې امنیتي ستونزې پکې موجودې دي

د بامیان والي
د بامیان والي


د بامیان په ولایت کې هم د نورو ولایتونو په شان د سهار په اوو بجو خلکو د رایې ورکول پیل کړل. د دې ولایت والي محمد طاهر زهیر مطبوعاتو ته وویل چې تر اوسه ۲۱۹ د رایو مرکزونه پرانیستي دي او یوازې یو مرکز بند دی. دغه یوازینی مرکز د شیبر په ولسوالۍ کې دی او ورتګ ورته نشي کیدی.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG