د لاس رسي وړ اتصالات

څه چې پیښ شول: په ژوندۍ بڼه د جمهوري ریاست د انتخاباتو پوښښ

د افغانستان د ١٣٩٨ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په هکله معلومات دلته لوستلی او کتلی شئ.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د رایې ورکولو وخت د دوه نورو ساعتونو لپاره تمدید شو. د کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات امریکا غږ ته وویل چې د کمیسیون مشرانو دا پریکړه ځکه وکړله چې هغه کسان وکړی شي رایې ورکړي چې د رایې ورکولو شرایط یې پوره کړي او لا یې هم رایې ندي ورکړي.

په لومړي سر کې ټاکل شوې وه چې د رایو مرکزونه د ماسپښین په دریو بجو وتړل شي خو د نوې پریکړې له مخې به پنځه بجې بند شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د رای ورکولو د ټولو مرکزونو امنیت نیولی او تر دا مهاله د رایو ورکولو بهیر په نور مال ډول روان دی.
هغه خبریالانو ته وویل، چې تر دا مهاله یې د کومې لویې امنیتي پېښې راپور چې د ټاکنو پر بهیر اغېز وکړي نه دی تر لاسه کړی.

په کابل کې د ناټو تر ټولو ستر ملکي استازی نیکولاس کې وایي افغانان د دې وړ دي چې د اعتبار وړ او خوندي انتخابات ولري او ټول باید داسې شرایط ایجاد کړي چې د انتخاباتو د پروسې ریښتینوالي پکې خوندي ساتل شوي وي.

د انتخاباتو د کمیسیون مشره، حوا علم نورستانۍ وایي چې په ټول افغانستان کې د ۷۵ په سلو کې د رایو مرکزونه پرانیستي و. میرمن نورستانۍ د خلکو نه وغوښتل چې په انتخاباتو کې برخه واخلي او د هیواد د سرنوشت په ټاکلو کې دې خپل نقش ادا کړي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG