د لاس رسي وړ اتصالات

شکایتونو کمېسیون: شاوخوا ۱۵زره شکایتونه ثبت شوي


د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو له اعلان وروسته زرګونه شکایتونه شوي دي
د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو له اعلان وروسته زرګونه شکایتونه شوي دي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسؤلین وايي چې د نن چهارشنبې (دسمبر۲۴) تر ورځې شاوخوا ۱۵زره ټاکنیز شکایتونه ثبت او درج شوي دي.

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د تېرې دوشنبې په ورځ په مرکز کابل او ولایتونو کې د درې ورځو لپاره د شکایتونو ثبتولو بهیر پيل کړ.

د دغه کمېسیون یوه کمېشنر محمد قاسم الیاسي امریکا غږ ته وویل، چې دغه شکایتونه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» د محمد اشرف غني په مشرۍ د «دولت جوړونکي» د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د «سولې او اسلامي عدالت» او رحمت الله نبیل په مشرۍ د «سولې او امنیت» ټاکنیزو ټېمونو له دوی سره ثبت کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له یادو شکایتونو څخه ۲زره یې په کابل مرکزي دفتر او پاتې یې په ولایتي دفترونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لخوا د ټاکنیزو شکایتونو ثبتولو بهیر نن چهارشنبه د شپې ۱۲ بجې پای ته رسیږي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټېم د نن چهارشنبې ورځې تر پایه ۳۷۶۱ شکایتونه او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم هم شاوخوا څلور زره شکایتونه ثبت کړي دي.

تر دا مهاله د پاتې نورو کاندیدانو د ثبت شوو شکایتونو شمېر معلوم نه دی.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له‌مخې د شکایتونو ثبتولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته به د شکایتونو د ارزولو بهیر شي، چې شااوخوا ۴۰ ورځې وخت به په برکې ونیسي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تېرې یکشنبې په ورځ اعلان شوې، چې محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنې په پوره کېدو سره اکثریت رایې وړي دي.

خو له نوموړي پرته نورو ټولو کاندیدانو د یادو پایلو له اعلان سره د مخالفت په وښودلو سره وویل، چې یادې پایلې نه مني.

XS
SM
MD
LG