د لاس رسي وړ اتصالات

شکایتونو کمېسیون د شکایتونو ثبتولو بهیر پيل کړ


د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان یوه ورځ وروسته نن دوشنبه د ټاکنیزو شکایتونو ثبتولو بهیر پیل کړ.

د یاد کمېسیون مسؤلین وايي، چې نن دوشنبه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ ۴۰۰۰ شکایتونه له دوی سره ثبت کړي دي.

د شکایتونو کمېسیون کمېشنر مولوي دین محمد نن دوشنبه د «مرغومې پر ۲مه» نېټه خبریالانو ته وویل، چې په لومړي پړاو کې ټول شکایتونه دسته بندي کېږي چې وروسته به یې د څېړلو بهیر پیل شي.

هغه وویل:"موږ تر خپل وسه کوښښ کوو، چې د قانون له‌مخې د راکړل شوي وخت سره سم، شکایتونو ته رسیدګي وکړو، د کمېسیون پرېکړه همداده چې د قانوني معیارونو سره سم بایو متریک معلومات څېړلو ته اړتیا لري، موږ د درملوګ او ټاکنو له کمېسیون څخه څېړنې کوو، چې اسناد پیدا او له قانون سره سم یې وڅېړو."

د افغانستان د ټاکنو قانون له‌مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید د ۱۵ ورځو په اوږدو کې شکایتونو ته رسیدګي وکړي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټېم یو غړي نور رحمان اخلاقي هم ویلي، چې نن دوشنبه د مرغومې پر دوهمه نېټه یې څه باندې ۴زره شکایتونه د شکایتونو له کمېسیون سره ثبت کړي دي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د شکایتونو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتي چې ټاکنیز شکایتونه په مسلکي او شفافه توګه و ارزوي.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز پرون یکشنبه د ډسمبر پر ۲۲مه ناوخته ویلي، چې د امریکا متحده ایالات د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د هلو ځلو هرکلی کوي.

اغلې ویلز پر خپل ټوېټر لیکلي:"موږ د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه غواړو، چې هر شکایت ته په مسلکي او شفاف ډول رسیدګي وګړي."

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ د تر شااوخوا درې میاشتني ځنډ وروسته د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د یاد اعلان له‌مخې اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنې په پوره کولو سره تر نورو کاندیدانو مخکې دی او عبدالله عبدالله د ۳۹،۵۲ سلنې په پوره کولو سره په دوهم مقام کې راغلی دی.

د عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر نورو کاندیدانو ویلي، چې د کمېسیون لخوا د لومړنیو پایلو اعلان نه مني.

XS
SM
MD
LG